د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ننګرهار: طالبانو د انتخاباتو کمیسیون درې تنه کارکوونکي نیولي


د ټاکنو کمیسیون یوه تن کارکوونکي، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله ازادۍ راډیو ته ویلي، چې درې تنه کارمندان يې تېره ورځ شاوخوا دولس بجې د هسکې مینې ولسوالۍ د مریزکنډاو په سیمه کې وسله والو طالبانو نیولي دي.

نوموړي وویل، چې د قومي مشرانو پرمټ له طالبانو سره خبرې روانې دي، تر څو دا خلک د خبرو له لارې راخوشې کړي.

د ننګرهار د امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد بیا وايي، دوی مسولیت لري، چې د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو بشپړ امنیت خوندي کړي، دی وايي دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې دوی ولسوالۍ ته د تګ پر مهال امنيتي ارګانونه يې هیڅ په جریان کې کړي نه دي.

وسله والو طالبانو د یادو کسانو د نیونې مسولیت په غاړه اخیستی او په خبره يې، چې درې تنه يې دوو موټرو سره یو ځای، چې یو بار وړونکی موټر دی نیولي.

ویل کیږي، چې لومړی څلور تنه نیول شوي وو، چې یو تن يې راخوشې کړی او درې تنه اوس هم له وسله والو سره بندیان دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG