د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

خلک: د ولایتي شورا کاندیدان دې خپل کمپاینونه لیرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي


د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو او د هغوی د پروګرامونو په اړه معلومات نه لري.

هغوي د ولایتي شوراګانو له کاندیدانو څخه غواړي څو په خپلو پوسترونو او شعارونو اکتفا ونه کړي بلکې په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته خپل پروګرامونه تشریح کړي.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست انتخاباتي کمپاینونه په تیزۍ سره روان دي یو شمېر خلک د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له انتخاباتي کمپاینونو خوښ نه دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، که څه هم یوه اونۍ کیږي چې د ولایتي شوراګانو انتخاباتي کمپاینونه پیل شوي خو دوی کاندیدان او پالیسۍ یې سمې نه پیژني.

د کابل ښار دوو تنو اوسیدونکو هجرات الله او محمد نعیم په دې اړه خپل نظرونه داسې څرګند کړل.

″موږ غواړو چې په کلیو او بانډو کې له خلکو سره خبرې وکړو او خپل نظریات ورته بیان کړو، خو له بدمرغه ناامنۍ هغه څه دی چې زموږ د انتخاباتي مبارزو په وړاندې یې ستونزې جوړې کړي.

په تېره یوه اونۍ زه تر خپل توان پورې د کال ښار یوولس ناحیو ته تللی یم او خپل پروګرامونه مې خپلو خویندو او ورونو ته تشریح کړي.″


د کب پردیارلسمه د ولایتي شوراګانو رسمي کمپاینونه پیل شول او د حمل میاشتې تر دیارلسمې به دوام وکړي.

ولایتي شوراګانو ته په هېواد کې ټول ټال ۲۷۱۳ کسان کاندید شوي چې ۴۵۰ ترې ټاکل کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ولایتي شوراګانې د حکومتي اهدافو د پوره کولو او ولایتي چارو د لا ښه سمبالښت لپاره جوړېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د اساسي قانون پر اساس د ولایتي شورا هرکاندید مکلف دي څو په مرکز او ولایتونو کې خپل کاري پروګرامونه مخامخ خلکو ته تشریح کړي.

خو د ولایتي شوراګانو کاندیدان د خپلو کمپاینونو او په وړاندې یې د پرتو ستونزو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کابل ولایتي شورا ته کاندیده، خاطره اسحاقزۍ وایي، په تیره یوه اونۍ کې یې تر خپلې وسې انتخاباتي مبارزه کړې، خو وایي کومې جدي ستونزې سره نه ده مخ شوې.

له کابل پرته بیا د یو شمېر ناامنه ولایتونو کاندیدان وایي، چې ناامنۍ یې د انتخاباتي مبارزو په وړاندې یو لوی خنډ دی.

د لوګر ولایتي شورا ته کاندید حسیب الله ستانکزي ازادۍ راډیو ته وویل، دی ډیرڅه له ځانه سره لري، خو له خلکو سره د شریکولو په هدف لرې پرتو سیمو ته نه شي تللی.

له دې څخه وړاندې د ولایتي شوراګانو ځینو کاندیدانو د خپلو انتخاباتي کمپاینونو د امنیت په اړه انديښنه څرګنده کړی وه، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې دوي چمتو دي څو د انتخاباتي مبارزو امینت خوندي کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشرۍ او د ولایتی شورا ګانو انتخابات د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG