د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

خلک: ډیری افغان ډاکټران د طبابت له زاړه میتوده کار اخلي


ډیر شمېر افغانان په هېواد کې دننه له روغتیایي خدمتونو ناراضه دي او وایي، چې دغه خدمتونه د نړېوالو روغتیایي معیارونو پر بنسټ نه ترسره کیږي.

دوی وایي، ډیری افغان ډاکټران د طبابت له زاړه میتوده کار اخلي، له همدې امله خلک مجبوریږي چې د ناروغۍ د تشخیص لپاره له هېواده بهر لاړ شي.

بل خوا افغان ډاکټران بیا پر دوی د خلکو د بې باوري یو علت دا ګڼي چې د دوی د تخصص د سطحې لوړیدو لپاره زمینه نه برابریږي.

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په وروستیو کلونو کې یې د ډاکټرانو د پوهې او تخصص د سطحې د لوړیدو لپاره ډیرې هڅې کړي دي.

ډیر شمېر خلک وايي، چې اوس مهال اکثره افغان ډاکټران په خپلو روغتیایي خدمتونو کې له زاړه طبابته کار اخلي نو ځکه خو دوی خپل ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر ته وړي.

د کابل ښار دوه اوسیدنکي عبدالعظیم او دوران چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو، وایي افغانان پرخپلو ډاکټرانو او طبابت باور نه لري:

″د افغانستان ټول خلک خصوصاً د طبابت په برخه کې په ډاکټرانو او د هغوې په معایناتو باندې بې اعتماده شوي د همدې بې اعتمادی له وجې نن زموږ ډیر هېوادوال بهر ته د تداوی لپاره ځي.

اعتماد هم وجود نه لري ډیرې پیسې هم اخلي که دولتي روغتونونو ته ولاړ شي له خلکو سره سم چلند نه کوي او که شخصي روغتونو ته ولاړ شي نو ډیرې پیسې لګیږي او دوا یې هم بې کیفیته ده.″


د کابل ښار دوه تنه ډاکټران ګل اقا ودیر او عظیم صمیم هم د دې خبرې په منلو سره وايي، چې مجهز وسایل یې په واک کې نشته او یوازې د طب د پوهنځي نه فارغیدل کافي نه دي نو باید چې د ډاکټرانو د تخصص د سطحې د لوړیدو لپاره هڅه وشي:

″که د عامې روغتیا وزارت په هره برخه کې لس، لس ‌ډاکټران روزلې وای دغه ډاکټران چې کله راغلی وای نو دوی به بیرته په هر روغتون کې کسان روزلي وای نو دغه هېواد به له دې مشکلاتو خلاص شوی وای.

زموږ ډاکټرانو ته نوې زده کړې نه ورکول کیږي یوازې د طب فاکولتې په لوستلو خو څوک نه ډاکټریږي.″


دوی وایي چې؛ د ناروغی د تشخیص لپاره سم لابراتوارونه د ډاکټرانو په واک کې نشته، د دواګانو کیفیت هم ټیټ دی نو ځکه خو افغان ډاکټران د ناروغانو سمه درملنه نه شي کولای.

بل خوا د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر کنشکا بکتاش ترکستاني د یو شمېرخلکو دغه څرګندونې غیرمسلکي ګڼي او وايي، چې په تیرو څو کلونو کې د افغان ډاکټرانو او طبي کاروکوونکو روزنه د دغه وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وه:

″د بیلګې په توګه موږ تیرکال شاوخوا ۱۵۰ تنه ډاکټران چې متخصصان او طبي پرسونل په کې شامل وه د ترکیې، هند، مصر هېوادونو او نورو ځایونو ته د لنډو کورسونو لپاره ولیږل دغه کورسونه له ۳، شپږ میاشتې، یو کال او یو نیم کال وه او دا پرګرام اوس هم دوام لري.″

اوس مهال هره ورځ په لسګونو افغانان د ډیرو پیسو په لګولو سره د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو په تیره بیا پاکستان او هند ته ځي او همدا راز په لسګونو کسان له ولایتونو څخه کابل ته هم د درملنې لپاره راځي خو ډیری دغه افغانان وایي، چې په هېواد کې دننه یې درملنه ډیره کمه کیږي.
XS
SM
MD
LG