د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۹

لویدیځو ورځپاڼو د مارشال فهیم مړینه له بېلابېلو اړخونو څیړلې


ډیرو لویدیځو ورځپاڼو د جمهور ریس د لومړي مرستیال پر مړینې لیکنې خپرې کړي او د هغه مړینه یې له مختلفو اړخونو څیړلې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مارشال محمد قسیم فهیم په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، مارشال فهیم چې د قدرت یوه ستنه وه او د طالبانو د واکمنۍ په نسکوریدو او له هغه وروسته د سیاسي نظام په جوړیدو کې یې مهم رول لوبولی و، په داسې وخت کې له دنیا سترګې پټې کړې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده.

د نیویارک ټایمز په وینا د فهیم مړینې د قدرت په جوړښت کې یوه خلا رامنځته کړې، د هغه په مړینې سره د یوه تنظیمي او قومي اړخ یو مهم لوبغاړی او دغه راز د کابینې مهم غړې له صحنې ووت.

بریتانوي ټایمز ورځپاڼه د فهیم پر مړینې په یوه مطلب کې لیکي، چې پر افغانستان د امریکا د پوځي برید مهم ګټونکی او د افغانستان د اوسنیو شخړو د تاریخ یوه مهمه څیره مړه شوه.

ورځپاڼې د افغانستان په وروستیو پیښو کې د هغه د رول په اړه د یو لړ جزیاتو له بیانولو وروسته لیکلي، چې هغه په کابل کې ډیر جایدادونه لري چې ډیر پرې انتقاد کوي چې ده دغه شتمني د زور او فساد له لارې لاس ته راوړې ده.

د ورځپاڼې په وینا د هغه شتمني، قدرت او د طالبانو په وړاندې سخت مخالفت د دې سبب شوی د وژلو لپاره یې څو ځلي ناکامې هڅې وشي.

ټایمز دغه راز لیکي، چې د فهیم مړینه به په یو ډول د جمهوری ریاست په را روانو انتخاباتو اغیز وکړي.

امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د فهیم د مړینې په اړه مطلب په دې کرښو پیلوي:

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم چې سیاسي او پوځي تجربې یې د شوروي ضد جګړې او پر افغانستان د امریکا د پوځي مداخلې په دورو پورې تړلې دي، د یکشنبې په ورځ د ۵۷ کالو په عمر وفات شو.

ورځپاڼې د فهیم ژوند او فعالیتونو ته لنډه کتنه کړې او له یو لړ څرګندونو وروسته یي لیکلي، چې د فهیم پر ضد له ادعاوو سره سره په دې کې شک نشته چې هغه د کابل له مختلفو قومونو جوړ حکومت کې مهمه ونډه لرلې او تر یوه حده یې له دې سره مرسته کړې چې پښتانه او تاجکان سره یو کړي.

واشنګټن پوسټ هم پر راتلونکو انتخاباتو د هغه د مړینې اغیز ته اشاره کړې خو دغې ورځپاڼې هم لکه د ټایمز په څیر نه دي ویلي چې که هغه ژوندی وی په را روانو انتخاباتو او له هغه وروسته په سیاسي انتقال کې به یې څه ډول رول لوباوه؟

خو د واشنګټن پوسټ په وینا هيڅوک په دې کې شک نه کوي چې فهیم به له خپل سیاسي مټه کار اخیستی وای او تاجکان به یې دی ته هڅولي وای چې د اپریل په پنځمه په انتخاباتو کې ګډون وکړي څو په راتلونکي اداره کې د هغه موقف یقیني کړي.
XS
SM
MD
LG