د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

دانش: وسله وال طالبان د انتخاباتو پروسې ته خنډ نه شي جوړولای


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د را روانو انتخاباتو د امنیت ټینګولو ته پوره تیاری لري او وسله وال طالبان دې پروسې ته خنډ نه شي جوړولای.

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې خپره شوې پر رایې ورکوونکو، انتخاباتي مرکزونو او د انتخاباتو د بهیر پر کارکونکو د حملو ږغ کړی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو بهیربه په بشپړ امن کې او پرخپل وخت ترسره شي.

د وسله والو طالبانو له خوا پرانتخاباتو، امنیتي ځواکونو او انتخاباتي مرکزونو د حملو وروستي خبرداري ته په اشاره، د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې داسې اعلامیې د خلکو د ډارولو لپاره خپریږي:

″د ټاکنو امنیت، کاندیدان، خلک، مشاهدین او ناظرین ټول زموږ په برنامه کې دي او د هیڅ تشویش ځای نه لري.

دا اعلامیې چې طالبان خپروي ټول تبلیغات دي، ټول پروپاګند دی او خنډ نه شي جوړولای.″


په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د روان کال د حمل د میاشتې په شپاړسمه نیټه ترسره کېږي.

وسله والو طالبانو د ۲۰۰۹ (م) کال د انتخاباتو په ورځ هم پرانتخاباتي مرکزونو او خلکو حملې وکړې چې لږ تر لږه یو دیرش تنه ملکي کسان او شپږ ویشت تنه امنیتي ساتونکي په کې ووژل شول.

خو دا اول وار دی، چې وسله وال طالبان په زغرده، د انتخاباتو پربهیر د حملو په اړه اعلامیه خپروي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې که هر څوک د دې خبرداري تر اوریدو وروسته، په انتخاباتو کې پر ګډون ټینګار کوي، د هر ډول زیان مسولیت به یې خپل وي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې دا یوه ملي پروسه ده او بدیل نه لري.

د دې کمیسون ویاند نور محمد نور نن ازادي راډيو ته وویل، چې انتخابات به په خپله نیټه ترسره شي او د حکومت د مخالفینو په ګډون به ټولو افغانانو ته دې ملي بهیرکې د برخې اخیستلو زمینه برابره شي.

نورمحمد نور د وسله والو طالبانو له خوا پرانتخاباتو د حملو د وروستي خبرداري په اړه وویل:

″انتخابات په افغانستان کې د خلکو پروسه ده. دا به هرومرو د وري په شپاړسمه نیټه ترسره کېږي.

موږ له ټولو افغانانو غواړو چې له دې پروسې ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.

همدا شان، د افغانستان د حکومت له مخالفینو زموږ غوښتنه دا ده چې باید د خپلو راییو پر اساس راتلونکې ولسمشر او ولایتي شورا ته استازي غوره کړي.

نور فکر کوم د دې وخت تیردی چې د خشونت او ویرې پر اساس څوک واک ته ورسیږي.″


د افغانستان د سیاسي چارو یو شمېر څارونکي وايي، د را روانو انتخاباتو پربهیرخونړۍ حملې به د نړېوالو مرسته کوونکو دا ادعا چې په تیرو دیارلس کلونو کې هلته پر پوځي او ملکي چارو د میلیونو ډالرو مصرف بې ځایه نه وو، کمزورې کړي.
XS
SM
MD
LG