د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د کریمیا تر بحران وروسته د روسیې او اوکراین لومړنۍ ډیپلوماټيکې اړیکې


روسيې او اوکراين پرون په کريميا کې تر بحران راوروسته د لومړي ځل لپاره ډيپلوماتيکې اړيکې ونيولې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ګريګوري کاراسين په مسکو کې د اوکراين له سفير ولاديمير يلچينکو سره وکتل.

دغه وزارت وايي دواړو ډيپلوماتانو په دوستانه فضا کې د روسيې او اوکراين پر اړيکو خبرې وکړې. په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه فرانسوي سيال فرانسوا ولاند پرون خبردارى ورکړ، که چېرې روسيه د اوکراين د بحران د حل لپاره په هڅو کې ناکامه شي، په وړاندې به يې نوي اقدامات وشي.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون له خپل امريکايي سيال جان کري سره د اوکراين پر حالاتو ټليفوني خبرې وکړې.

په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل په دغو ټليفوني خبرو کې چې د جان کري په نوښت ترسره شوې، دواړو مشرانو ژمنه وکړه، چې د اوکراين د بحران د پايته رسېدو لپاره به په خپلو کې د اړيکو پياوړتيا ته ادامه ورکوي.

بل لوري ته د اروپايي کميسيون مشر خوزه مانويل باروسو ژمنه وکړه، چې له اوکراين سره به ژر تر ژره د يوځاى کېدو د تړون سياسي فصلونه لاسليک کړي. ده چې د اتن او اروپايي ټولنې د بحران په اړه يوې اروپايي سرمشريزې ته خبرې کولې، له اروپايي ټولنې سره د اوکراين پر يوځاى کېدو ټينګار وکړ:

”مخکې هم د اروپا د ارزښتونو لپاره تر ١٠ زيات کسان وژل شوي دي. دوى په اوکراين کې دغه ارزښتونه غواړي. فکر کوم له دې هېواد سره د پيوستون يوه دنده لرو، کار کوو، چې تر خپله وسه دوى ځانونو ته رانژدې کړو. په پام کې لرو د اوکراين د يوځاى کېدو د تړون فصلونه چې د اوکراين د صدراعظم له خوا يې غوښتنه شوې، لاسليک کړو. دغه تړون دا معنى لري، چې اوکراين له اروپايي ټولنې سره پر خپل يوځاى کېدو د تاييد ټاپه لګوي. هڅه کوو دا کار په سوله ييز ډول ترسره کړو“

د اوکراين پخواني ولسمشر ويکتور يانوکوويچ د تېر کال په نومبر مياشت کې له اروپايي ټولنې سره د پيوستون تړون لاسليک نه کړ، چې دا کار د اعتراضونو او مظاهرو سبب شو.

د دغو مظاهرو له کبله د يانوکوويچ په رهبرۍ رژيم ړنګ شو او روسيې د اوکراين کريميا سيمه په خپله ولکه کې راوستله.
XS
SM
MD
LG