د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د خوست په تریزیو ولسوالۍ کې د ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه


د جمعې په ورځ د خوست ولایت د تریزیو او علي شیرو په سرحدي ولسوالۍ کې د سلګونو ځوانانو او مشرانو په ګډون د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه جوړه شوه، د غونډې ګډونوالو ډاکټر عبدالله د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته غوره او وړ کاندید وباله.

د تریزیو او علیشیرو په سرحدي ولسوالۍ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر یو شمېر مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل، چې ډاکټر عبدالله د افغانستان راتلونکې سولې، ټیکاو او پرمختګ له پاره ښې برنامې لري او نوموړی به د بریالیتوب په صورت کې د خوست کدرونو ته په لوړو دولتي پوستونو کې دندې ورکړي او په دې ولایت کې به یو شمېر بنسټیزې زیربنايي پروژې پلي کړي.

د افغانستان د قومونو پیوستون شورا رئیس غازي نواز تڼي تریزیو کې ازادۍ راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس په ټولیز ډول د خلکو د سیاسي پوهې کچه لوړه شوې او د ژبنیو او سمتي توپیرونو پر ځای ولس د نوماند په وړتیا، د هغه پر تعهد او برنامو حساب کوي، د ده په خبره د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ ډیری اوسیدونکو پریکړه کړې، چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي:

((نن ورځ د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې سلګونه ځوانان جمع شوي وو او د ډاکټر صیب عبدالله عبدالله نه يې د ملاتړ غونډه وه، ډېره پراخه غونډه وه، دلرې منطقې خلک راټول شوي وو، تعداد يې ډېر زیات وو، الحمدالله ټولو هوډ وکړ او پریکړه يې وکړه، چې موږ د تریزیو او علیشیرو ټول خلک په یو غږ ډاکټر صیب عبدالله عبدالله ته رایه ورکوو.))

قومي مشر مدیر میرزمان صبري ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د تریزیو او علیشیرو په شان لیرې سرحدي ولسوالۍ کې د غونډې جوړول او په هغه کې د خلکو زیات ګډون دوی راتلونکو انتخاباتو ته ډېر هیله من کړل:

((دلته چې کومه غونډه وشوه مثال يې نشته، بیا خصوصاً د هغو ځوانانو ګډون چې د دوی وینه ګرمه ده، د ډېرو مشکلاتو سره د قدمو، هارونخیلو، توراوبه، تریزیو او نورو سیمو څخه چې دوی دلته راغلي دي، نو دا د ښار خلکو سره يې ډېر فرق دی، دا موږ ته د خوشالۍ او افتخار سبب وګرځیده.))

د ډاکټر عبدالله په پلوی جوړه شوې غونډه کې یو تن ځوان ازادۍ راډیو ته وویل ، چې د دې له پاره د ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ کوي، چې هغه ځوانانو د راتونکې له پاره ښې برنامې وړاندې کړي دي:

((ثمرګل همدرد د علیشیرو ولسوالۍ د هارونخیلو د سیمې اوسیدونکی، د ډاکټر عبدالله څخه د علیشیرو او هارونخیلو اوسیدونکو د دې له پاره ملاتړ اعلان کړ، چې ده خپلې موخې او برنامې په ډېر ښه ډول ځوانانو ته وړاندې کړې وې، همداشان له ده مو غوښتنه هم دا ده، که چیرې ولسمشر شو د افغانستان ځوانانو په ځانګړي ډول د خوست د ځوانانو له پاره ډېرې پروژې پر مخ بوځي او تحصیلي بورسونه ورته برابر کړي.))

د یادونې وړ ده د خوست په مرکز او بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د یو شمېر نوماندانو په ملاتړ لويې او وړې غونډې جوړې شوي دي.
XS
SM
MD
LG