د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې، ولسمشریزو انتخاباتو ته له کاندید قطب الدین هلاله ملاتړ وکړ.
دوی د قطب الدین هلال راتلونکي کاري پروګرامونه مناسب وبلل او وایې د نوموړي د بریالیتوب لپاره به هڅې وکړي.
قطب الدین هلال په دې غونډې کې ژمنه وکړه چې؛ د بریالیتوب په صورت کې به د فساد او بې عدالتۍ مخه نیسي او د بدلونو راوستلو لپاره به هڅه کوي.
د کابل ولایت د بګرامې ولسوالۍ سلګونو اوسیدونکو په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دوی له نظره قطب الدین هلال د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې ښه او وړ کاندید دی او دوی به یې ملاتړ وکړي.
په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د بګرامي په سیمه کې جوړه شوې وه، د دې سیف الرحمان شکیب د نورو په استازیتوب وویل، دا چې د قطب الدین هلال راتلونکي کاري پلانونه غوره او مناسب دی او دوی به ورڅخه ملاتړ وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دې سیمې اوسیدونکي به په خپلو امکاناتو د ښاغلي هلال د بریا لپاره هڅې کوي.
له تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې دوام لري او په دې ترڅ کې ګڼ شمېر ګوندونو، قومي او نورو شوراګانو او خلکو د غونډو په جوړولو سره له بېلابېلو کاندیدانو نه ملاتړ کړی.
دې غونډې ته د وینا پر مهال د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید قطب الدین هلال وویل، چې د ده ټیم به د فساد د مخنیوي او د پوهنې د پیاوړتیا لپاره ډیر پام وکړي.
قطب الدین هلال د زلمي رسول په ګټه د جمهوري ریاست د کاندید قیوم کرزي تیریدو ته په اشاره وویل، دی ازاد کاندید دی او د انتخاباتو تر وروستۍ مرحلې به خپلې انتخاباتي مبارزې پر مخ بیایي او د چاه په ګټه به نه تیریږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ