افغانستان
د عامې روغتیا وزارت: د تیرو کلونو په پرتله اوس د زیږون پرمهال د میندو د مړینې اندازه کمه شوې
د دې وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیالې ناجیې طارق نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې وزارت لخوا د یوې سروې له مخې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه په افغانستان کې د زیږون پر مهال مري.
خو هغه وایي چې په دوه زره لسم میلادي کال کې دا شمیره ډیره لوړه وه.
ناجیه طارق وایي په ۲۰۱۰ م کال کې په هرو پنځوس دقیقو کې به یوه ښځه د زیږون پر مهال مړې کیدله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سعودي د جمعې ورځ د اختر لومړۍ اعلان کړه
سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
سعودي عربستان، چې د افغانستان په شمول یو شمېر هیوادونه ورسره هممهاله اختر کوي، بېګاه وویل چې شوال میاشت ونه لیدل شوه نو نن د روژې دېرشمه ده او سبا به د اختر لومړۍ وي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په جګړه کې وقفه اعلان شوه
د طالبانو او پاکستان حکومتونو پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په جګړه کې وفقه اعلانوي.
د طالبانو حکومت په عین حال کې ویلي « د منځګړو دوستو هیوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنګ څرګندوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي.»
پاکستان هم د سعودي قطر او ترکیې په غوښتنه په جګړه کې وقفه اعلان کړې او ویلي، دا پنځه ورځنۍ وقفه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د اتلسمې او نولسمې ترمنځ د شپې له دوولس بجو پیل او د مارچ د ۲۳ او ۲۴ ترمنځ د شپې تر دوولس بجو پورې دوام وکړي.
پاکستان ویلي چې دا ګام یې د ښه نیت او د اسلامي اصولو د مراعاتولو په هدف پورته کړی دی.
اوچا وايي، د پاکستان د جګړې له کبله په افغانستان کې بشري بحران لا شدید شوی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د دوام له امله، چې اوس درېیمې اوونۍ ته داخلې شوې دي، په افغانستان کې بشري بحران لا پسې شدید شوی او د ملکي تلفاتو، بېځایه کېدو او عاجلو مرستو اړتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د اوچا په خپل تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په دې جګړو کې د تاوتریخوالي د کمېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
اوچا، په کابل کې د معتادانو د روغتون د مرګ ژوبلې له یادولو پرته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۷ پورې ټولټال ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې؛ له دې ډلې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د دې بنسټ په وینا، ۵۹ ښځې او ۱۰۴ ماشومان د قربانیانو له نیمایي څخه ډېر جوړوي.
د افغانستان د بزکشۍ ملي ټیم روسي ټیم ته ماتې ورکړه
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم واتونید په خپله دویمه نړیواله لوبه کې روسیې ته پنځه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې.
دغه لوبه نن چهارشنبې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شوه.
افغان ټیم پرون سه شنبې مجارستان ته په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه ۱۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه.
قزاقستان د بزکشۍ د روانو نړیوالو کوربتوب کوي.
د افغانستان په ګډون په دې لوبه کې نهه نورو هېوادونو ګډون کړی دی.
دغه لوبې د روانې میاشتې په ۱۶پیل شوي او پایلوبه به يې د مارچ په ۲۱ ترسره شي.
نن د کب ۲۷مه د خبریال ورځ ده، د خبریالانو ملاتړي سازمونه وایي طالبانو رسنۍ په بې ساري کچه سانسور کړي
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي،"طالبانو په روان کال کې رسنۍ په بې سارې کچه سانسور او ځپلي دي".
دغه مرکز نن چهارشبنې د (مارچ۱۸مه) د خبریال ورځې په مناسبت د یو راپور په خپرولو سره ویلي،"سږکال د رسنیو له ازادیو د سرغړونې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۷ پېښې ثبت شوي دي".
د راپور په ټکو،" په دغو پېښو کې د دوو کسانو وژل، د یو کس ټپي کیدل، د ۲۱خبریالانو نیول او د ۱۸۳ کسانو د ګواښلو قضیې شاملې دي".
وړاندې راغلي،"د تیرکال پرتله پر رسنیو د طالبانو په محدودیتونو او د رسنیو له ازادیو څخه د سرغړونې په قضیو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی".
له دې وړاندې په بهر کې د افغانستان له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ سازمان امسو ویلي وو،" د طالبانو له خوا پر افغان خبریالانو د بندیزونو او محدودیتو په زیاتیدو سره ډیر شمیر خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په پټه خپلو کارونو ته دوام ورکوي".
طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو راهیسې پر ښځو او نجونو له بندیزونو سربیره، رسنۍ محدودې او سانسور کړي دي.
بېنیټ؛ د معتادنیو پر روغتون بریدونه دې په خپلواکه او شفافه توګه وڅیړل شي
د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بېنټ په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتیا د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي او د څیړنو غوښتنه يې کړې ده.
هغه نن چهارشنبې د (مارچ۱۸مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې باید په فوري، خپلواکه او شفافه توګه وڅیړل شي".
هغه ټینګار وکړ،"د پېښې عاملان باید مسوول وګڼل شي او د قربانیانو کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي".
پاکستاني پوځ دوشنبې ناوخته په کابل د معتادنیو د درملنې په یوه روغتون بریدونه وکړل چې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.
پاکستاني پوځ ادعا لري چې په کابل او ننګرهار کې يې یو شمیر پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
متقي؛ پاکستان له افغانستان سره د ستونزه د حل نیت نه لري
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي،"د پاکستان پوځ له افغانستان سره د ستونزو حل ته نیت نه لري او د ملکي او بې دفاع انسانانو په وژل ښیۍ چې د پخوا په څیر په سیمه کې د پروژه ییزې جګړې او بې ثباتۍ پراختیا غواړي".
هغه دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ۱۷مه) د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو، دپیلوماټانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره په کابل کې په یوې ناسته کې کړي دي.
پاکستان دوشنبې ناوخته په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو په خبره په سلهاوو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
بل پلو، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډزي په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون برید او مرګژوبلې ته اندیښنه ښودلي ده.
هغه د سه شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،"دواړه لورې دې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي".
په عین حال کې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګیلنډ پر ایکس پاڼې لیکي،"موږ په خپلو سترګو د ملکي وګړو او د دې پېښې ویجاړونکې اغیز ولید، ټولې خواووې باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مسولیت ادا کړي څو ملکي وګړي خویندي وي".
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم هنګري ته په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې ماتې ورکړه
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم وتوانید په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې هنګري ته ۱۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي.
دغه لوبه د سه شنبې په ورځ د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان د بزکشۍ ملي ټیم په دویمه او دریمه سیالي کې له منګولیا او روسي ټيمونو سره مخ دی.
دغه لوبې د قزاقستان په کوربتوب د کوکپر په برخه کې د روانې میاشتې په ۱۵مه پیل شوي چې پایلوبه به يې د مارچ په ۲۱مه ترسره شي.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون نهو هېوادونو برخه اخیستې ده.
د درو میاشتو لپاره د یوناما ماموریت پر غځولو غبرګون
د بخښنې نړیوال سازمان د درو میاشتو په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی.
د دې سازمان د جنوبي اسیا سیمهییز دفتر د دوشنبې په شپه (۲۵ حوت) په اېکسپاڼه کې لیکلي:
«په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خرابېږي، د امریکا په غوښتنه یوازې د درې میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت غځول ژوره اندېښنه راولاړوي.»
په بیان کې ویل شوي چې که د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی وای، نو دا زمینه به برابره شوې وای چې دا اداره د خپل ماموریت پر پلي کولو تمرکز وکړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو او همداراز د ښځو، سولې او امنیت په برخو کې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبې د یوناما ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځاوه.
له دې مخکې متحدوایالتونو ویلي وو چې د یوناما د ماموریت لنډمهاله غځول به امنیت شورا ته وخت ورکړي څو معلومه کړي چې ایا دا ماموریت د افغانستان د اوسني وضعیت له مخې مناسب او بشپړ عملي دی که نه.
په پاکستان کې د پوځي اډې ترڅنګ یوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې
پاکستاني رسنیو د شاهدانو په قول راپور ورکړ چې نن (سې شنبې) سهار وختي د راولپنډۍ د چکلاله په سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک یوې اډې ته نژدې د یوې بېپيلوټه الوتکې مخه ونیول شوه.
ځايي اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې د برېښنا مزي ته څېرمه یوه چاودنه وشوه، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د یوه بام څخه لوګی پورته کېږي.
شاهدانو همداراز ویلي چې د پېښې پر مهال جنګي الوتکې والوتې.
تر اوسه د مرګ ژوبلې یا لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
تر دې دوې ورځې پخوا راولپنډۍ او اسلام اباد ته نژدې د فیض اباد پر پوځي سیمه د افغان طالبانو له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي وو. خو د دې تازه پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.