د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

نوراني: دولس سوه لرغونې سیمي د له منځه تلو له خطر سره مخ دي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په ټول هېواد کې سلګونه لرغوني اثار او تاریخي ځایونه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي.

د دې وزارت سلاکار د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د بودیجې کموالي په دې برخه کې جدي ستونزه ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په دې هېواد کې دولس سوه لرغونې سیمي، ځایونه، اثار او تاریخي عابدې بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بودجې د کموالي له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه دی توانېدلی چې یادې لرغونې سیمې او اثار بیرته ورغوي.هغه له حکومت او نړېوالو مرسته کوونکو څخه وغوښتل، چې د لرغونو او تاریخي عابداتو د ساتنې لپاره له دې وزارت سره لازمې مرستې وکړي:

″په ټول افغانستان کې نږدې دولس سوه تاریخي او لرغوني سیمې سپیڅلي ځایونه او اثار د منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او دا موږ ته ډېره د اندېښنې او تشویش وړ خبره ده دولت موږ ته دومره بودیجه په واک کې نه راکوي چې د دې ځایونو ساتنه وکړو.″

ښاغلي نوراني، کوه شیر دروازه ، د دارلامان ماڼۍ، د غورمنارجام، د غزني او کابل بالاحصارونه په هغه سلګونو ځایونو کې یاد کړل چې ورځ تر بلې تخریب کیږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو په اساس په ټول هېواد کې نږدې پنځه زره لرغونې سیمې او تاریخي ځایونه شته.

ښاغلي نوراني وايي، هغه سیمې چې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي د ساتنې او ترمیم لپاره یې کمې بودجې ته اړتیا ده.

هغه د بیلګې په توګه د کابل لرغوني دیوالونه او بالاحصار یاد کړل چې د بیارغونې کار یې یو میلیون ډالرو ته ضرورت شته.

په عین حال کې یو شمېر لرغون پوهان بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې لرغونو ځایونو او اثارو د ساتنې په برخه کې په بې کیفایتي تورنوي.

حبیب الله رفیع د دې لرغونو ځایونو او اثارو ساتنه مهم بولي:

″هر کال د وزارت بودیجه نیمايي هم نه مصرفیږي او بېرته دولت ته تحویلیږي، د دې معنی بې کیفایتي ده نه ده بودیجي کمښت، که کیفایت موجود وي او بودیجه سمه مصرف شي دا مشکل له منځه ځي بیا به هر وزارت خپله بودیجه د خپلو چارو لپاره مصرف کړي.″

ښاغلي رفیع له ټولو افغانانو او حکومتي چارواکو څخه غواړي چې د خپل هېواد د ملي هویت ژوندي ساتنې لپاره باید لرغونو سیمو او تاریخي ځایونو ته ډیر پام وکړي.

څیړونکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه هم باید د تاریخي عابداتو او لرغونو ځایونو په ساتنه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د لرغونو اثارو د قاچاق مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله ″افغان″
XS
SM
MD
LG