د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په عراق کې د څار د کمرو کاروبار پراخ شوی


د عراق حکومت د تاوتریخوالي د پیښو د مخنیوي لپاره په ښارونو کې د امنیتي کمرو د زیاتوالو هڅه کوي.

د دې اجراتو په نتیجه کې په عراق کې د څار د کمرو کاروبار پراخ شوی دی.

که په دې ورځو کې څوک په بغداد کې د څارنې د کمرو د پلورولو کاروبار کوي نو سوداګري يې ښه پرمخ ځي.

ایهاب جعفر چې په بغداد کې د څار د کمرو کاروبار کوي ،وايي زیات شمېر خلک له خپلو کورونو، دفترونو او دکانونو بهر امنیتي کمرې لګوي:


"موږ لیدلي دي چې لوی کمپنۍ او حکومتي ادارې ښه کیفیت لرونکي کمرو ته لومړیتوب ورکوي.

په ځانګړې توګه د ګڼې ګوڼي د سیمو لپاره څو وکولای شي چې د دې کمرو په واسطه د تروریستي حملو او یا ترور عاملان وپیژني."


په عراق کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په پام سره خلک غواړي وویني، چې په شاوخوا کې يې څه پیښږي.

د امنیتي کمرو د زیات استعمال یو بل سبب دا دی چې پولیس غواړي خلک دا ټکنالوژي زیاته وکاروي څو ثبت شوي معلومات له امنیتي ادارو سره شریک کړي.

د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعد ماان وايي:

"موږ د بغداد د پاسه په بالونونو او لوړو منارونو کې کمرې نصب کړي او ټولې دا کمرې له مرکز سره وصل دي.

د عامو خلکو له خوا لګول شوي کمرې له موږ سره زیاته مرسته کوي.

د اسعارو د تبادلې د مرکزونو،دکانونو او سوپر مارکیټونو خاوندان له موږ سره ښه همکاري کوي.

د کمرو موجودیت د جرم له کولو څخه د مجرمانو په مخنیوي کې هم مرسته کوي."


خو د عراق ټول خلک بیا د څارنې د امنیتي کمرو زیاتوالي ته خوښ نه دي.

د شمالي ښارموصل یو دکاندار احمد غازي وايي، د عراق په کلتورکې دا بې سابقه ده چې د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو شخصي حریم دې تر څارنې لاندې ونیول شي.

خو چارواکي د دې انتقاد په ځواب کې وايي، چې د څار د کمرو لګول د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره موقتي اقدام دي.

احمد چې په بغداد کې د څارنې د کمرو دکان لري وايي، خلک د څار د داسو وړو کمرو غوښتنه هم کوي چې په قلمونو، کلي بندونو او ان د کالو په تکمو کې ځای پر ځای کیدای شي.

القاعده شبکه چې ترډیره په عراق کې د تاوتریخوالي مسوله بلل کیږي لا دمخه د پټو کمرو له استعمال سره بلده ده.

د دې شبکې غړي، د خپلو بریدونو پلان جوړونه او عملي کول په دغو شان کمرو ثبتوي او بیا يې د خپلو فعالیتونو د تبلیغ لپاره په انترنت کې خپروي.
XS
SM
MD
LG