د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

پوتین: اوکراین ته د روسیې سرتیرو د استولو اړتیا نه وینو

د روسیې ولسمشر ویلادیمير پوتین له مسکو څخه بهر په خپل استوګنځي کې خبریالانو ته وویل چې؛ دا مهال اوکراین ته د روسیې سرتیرو د استولو اړتیا نه ویني.

”څومره چې په اوکراین کې د روسیې ځواکونو د کارولو خبره ده؛ نو دا مهال داسې اړتیا نه شته. سره له دې هم، دا انتخاب موجود دی.“

کله چې له ویلادیمیر پوتین څخه پوښتنه وشوه چې؛ ایا په کریمیا کې په عملیاتو کې روسي سرتیرو برخه لرله ؟ نوموړي وویل چې نه، روسي ځواکونو په کې برخه نه ده اخیستي یوازې ځايي د ځان څخه د دفاع ځواکونه دی چې په سیمه کې یې د اوکراین پوځي اډې محاصره کړي دي.

پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین د دوشنبې په ورځ وویل، د اوکراین لرې کړی شوي ولسمشر ویکټور یناکویچ په رسمي توګه له مسکو څخه غوښتنه کړې چې په هیواد کې یې د نظم او قانون د ټینګښت لپاره روسي ځواکونه ور واستوي.

خو د تیرې جمعې په ورځ په روستان - ان – ډان ښار کې د خبري غونډې پر مهال ویکټور یناکویچ ویلي وو، دابه له هیچا څخه پوځي مرسته ونه غواړي او زیاته کړې یې وه چې په دې شرایطو کې هر ډول پوځي اقدام د منلو وړ نه دی.

پوتین په اوکراین کې د حکومت بدلون ددې هیواد د اساسي قانون خلاف او له یوې وسلوالې کودتا سره ورته وباله.

”دا د اساسي قانون خلاف د حکومت نسکورل او د وسلې په زور د واک لاندې کول وو.“

د اوکراین په اړه د روسیې ولسمشر په خپلو لومړنیو عامه څرګندونو کې دا هم وویل، څو چې په اوکراین کې نوې انتخابات ترسره کیږي ویکټور یناکویچ ددې هیواد یوازیني مشروع ولسمشر دی.

خو زیاته یې کړه، یناکویڅ سیاسي راتلونکې نه لري او روسیې د هغه د ژوند د خوندیتوب لپاره پناه ورکړې ده.

پوتین زیاته کړه د بدلون لپاره د اوکراین د خلکو اړتیا درک کوي. خو نوموړې وویل غیرې قانونې اقدامات به ونه هڅوي.

د روسیې ولسمشر وویل څو چې په اوکراین کې نوي انتخابات نه وي شوي له دې هیواد سره عادي اړیکې تر هغې نه شي پیلولی.

پوتین همدارنګه خبرداری ورکړ چې روسیه به د هغو انتخاباتو نتایج ونه مني چې دده په وینا د ویرې د اوسنیو شرایطو لاندې تر سره شي.

په کیف کې نوي مشرتابه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د می پنځه ویشتمه نیټه ټاکلې ده.

روسیې د سه شنبې د ورځې په وختي هغو یوسلو پنځوس زرو سرتیرو ته بیرته خپلو بارکونو ته د ستنیدو امر وکړ چې د اوکراین پولې ته یې نژدې پوځي تمرینونه کول. پوتین وویل دا تمرینات ډیر له پخوا پلان شوې وو او د اوکراین له حالاتو سره تړاو نه لري.

د روسیې ولسمشر همدارنګه وویل چې له روسیې سره د کریمیا پر یوځای کولو هیڅ ډول غور نه دی شوی او دا د کریمیا په خلکو پورې اړه لري چې د خپل راتلونکې په اړه پریکړه وکړي. نوموړې وویل چې مسکو به د داسې کوم خوځښت رامنځ ته کول ونه هڅوي.

د پوتین دا څرګندونې داسې وخت را مخې ته کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اوکرایني مشرانو سره د سلامشورو لپاره کیف ته رسیدلی دی.
XS
SM
MD
LG