د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

د اسامه زوم او پخوانی ویاند په نیویارک کې محاکمه کیږي

د اسامه بن لادن زوم ابو غیث
د اسامه بن لادن زوم ابو غیث
د القاعده د پخواني مشراسامه بن لادن زوم او د دې ډلې پخوانی ویاند نن په نیویارک کې محاکمه کیږي.

سلیمان ابوغیث د امریکایانو د وژلو لپاره پر دسیسې جوړولو او د ټروریزم پر ملاتړ تورن دی.

ابوغیث چې له بن لادن سره یې وخت په افغانستان کې تیر کړی؛ پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې حملې وروسته یوداسې کس پیژندل شوی چې؛ امریکا ته یې بالقوه ګواښ متوجه کړی و.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ۴۸ کلن ابوغیث چې د کویټ تبعه دی؛ د القاعده تر ټولو لوړرتبه مشکوک غړی دی چې؛ په متحده ایالتونو کې محاکمه کیږي او که مجرم وپیژندل شي؛ ټول عمر به د امریکا په زندان کې تېر کړي.

نوموړی هغه کس و چې، ډېر د القاعده د پخواني مشربن لادن او اوسني هغه ایمن الظواهري په خوا کې د سپټمبر د یوولسمې حملې په تړاو د القاعده په تبلیغاتي ویډیو ګانو کې راڅرګند شوی و.

ابو غیث له فاطمې سره وا ده کړی:

امریکایي څارنوالانو ویلي، ابوغیث چې د بن لادن له یوې لور فاطمې سره واده کړی؛ مخکې له دې چې په افغانستان کې د امریکا له زندان څخه وتښتي او ایران ته ولاړشي؛ تر ۲۰۰۲ کال پورې یې د القاعده لپاره کار کاوه.

څارنوالانو ادعا کړې چې، هغه د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر میاشتې په یوه دسیسه کې چې غوښتل یې له پاریس څخه میامي ته یوه الوتکه راوغورځوي؛ لاس درلود.

د القاعده له خوا ګمارل شوي بریتانوی ریچارډ ریډ چې بمونه یې په خپلو بوټونو کې ځای پرځای کړی و؛ غوښتل دغه الوتکه والوزوي. نوموړي په ۲۰۰۲ کال په خپل جرم اعتراف کړی او په عمري قید محکوم شوی دی.

ابوغیث په ۲۰۱۳ کال کې ترکیې ته تللی او په همدې کال په اردن کې د امریکایانو له خوا ونیول شو.
اللیبي په ۱۹۹۸ کال په ختیځې افریقا کې د امریکا پرسفارت د حملې په تړاو په تېره اکتوبر میاشت کې ونیول شو.

د هغه مدافع وکیل ویلي چې، متحده ایالات هیڅ اسناد او شواهد نه لري چې؛ موکل یې په دغه دسیسه کې لاس لاره یا له هغې خبرو.

ابوغیث چې د سپټمبر له یوولسمې حملې وروسته کویټ ورڅخه تابعیت اخیستی؛ پرځان لګول شوي ټول تورونه ردکړي دي.

د هغه محاکمه به چې د نیویارک په کوز منهاټن کې جوړیږي؛ یوه میاشت دوام وکړي.

همدا محکمه به د القاعده افراطي تبلیغي ابوحمزه المصري چې په ۲۰۱۲ کال بریتانیا امریکاته سپارلی و؛ محاکمه کړي.

نوموړی د برمته نیونې په ګډون د تروریزم په یوولسو مواردو تورن دی.

د المصری محاکمه به چې څو ځلې مخکې ځنډیدلې ده؛ د اپریل په ۱۴ جوړه شي.

د ابوغیث پر ضد شاهدان:

د منهاټن د محکمې قاضي لیویس کپلان له بریتانیا او یمن څخه دوه شاهدان د ویډیوي اړیکې له لارې د ابوغیث محکمې ته رابللي دي.

کپلان ته به دغه راز د هغې محکمې ریاست ورله غاړې وي چې؛ په ترڅ کې یې د القاعده یوبل مشکوک غړی ابوانس اللیبي هم محاکمه کیږي. اللیبي په ۱۹۹۸ کال په ختیځې افریقا کې د امریکا پرسفارت د حملې په تړاو په تېره اکتوبر میاشت کې ونیول شو.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشربارک اوباما ژمنه کړې چې؛ د ګوانتیامو زندان به تړي له تیرو دوکلونو راهیسې د تروریزم په تړوا یوشمېر دوسیې نیویارک ته لیږدول شوي دي.
XS
SM
MD
LG