د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ د مياشتني اوربند هرکلى وکړ.
دې شورا له افغان طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني او له جګړې لاس واخلي.
خو سياسي کارپوهان وايي په د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ دغه اوربند په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو د ناامنه کولو لپاره شوى دى.
د افغانستان د سولې عالي شورا که څه هم د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د يومياشتني اوربند د اعلان هرکلى وکړ، خو له خپلو افغان طالبانو يې وغوښتل چې دوى دې هم د سولې لار غوره کړي.
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، اوس د دې وخت رارسېدلى چې شخړې له سوله ييزې لارې حل شي:
”پاکستان چې ورور حکومت دى، له دوى څخه دا غواړو هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي موږ ته يې هم خوښ کړي.
دا يو مثال ګرځي. دوى [افغان طالبان] هم بايد له معقولو او سوله ييزو حرکاتو درس واخلي. د دې وخت رارسېدلى چې ټولې شخړې له خبرو او سوله ييزو لارو حل شي“
د پاکستاني طالبانو د ډلې يا TTP ویاند شاهد الله شاهد پرون له پاکستاني حکومت سره د سولې په ټپه درېدلو خبرو د بیا پيل په خاطر د یومیاشتني اوربند اعلان وکړ.
خو د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي چې پخوا په پاکستان کې ډيپلومات و، په دې نظر دى چې دغه اوربند د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د ناامنه کولو لپاره شوى دى:
”دغه اوربند پاکستانيانو ته ګټه رسوي خو زه خواشينى يم چې په پاکستان کې به يوه مياشت اوربند وي، که مذاکرې نتيجې ه رسېږي يا هم نه، جنګ په افغانستان کې زياتېږي.
زما په باور اصلاً دغه اوربند د دې لپاره دى چې په افغانستان کې انتخابات ناامنه او ستونزې زياتې کړي. هغه مخالفان که افغان يا هم پاکستاني طالبان دي، ټول افغانستان ته سوق کړي، نه پاکستان ته“
د پاکستاني طالبانو له خوا د اوربند تازه اعلان په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو کې د پاکستان حکومت په شمال لوېديځو سيمو کې د پاکستاني طالبانو پرضد پوځي عمليات وکړل.
که څه هم افغان حکومت نه دى توانېدلى له خپلو طالبانو سره د سولې مستقيمې خبرې وکړي، خو راپورونه وايي تېره اوونۍ د سولې عالي شورا يوه هيئت په دوبۍ کې د طالبانو له ځينو پخوانيو او اوسنيو مشرانو سره د سولې پر امکاناتو خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا ويلي وو، چې دغه خبرې له ”هيلو ډکې“ وې.