د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

قوقندي: هیڅوک حق نه لري چې بې کیفیته تیل افغانستان ته وارد کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې بې کیفیته تیل افغانستان ته وارد کړي.

د دې وزارت چارواکو نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د وزیرانو شورا د وروستۍ پریکړې له مخې به له دې وروسته، د څو ډوله بې کیفیته تیلو د واردیدو مخه ونیول شي.

که څه هم له دې مخکې افغان حکومت په وار وار د بې کیفیته تیلو د بندیدو خبر ورکړی خو دا لومړی ځل دی چې د څو ډوله تیلو په وارداتو بندیز ولګول شو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له دې وروسته به له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته د بې کیفیته تیلو د وارداتو مخه ونیول شي.

ښاغلي قوقندي وویل، چې د دې تیلو د واردیدو د بندیر په اړه دوی وزیرانو شورا ته پیشنهادونه کړي وو، چې په خبره یې د دې شورا له خوا هم تایئد شوي دي:

"موږ د مالیې او بهرنیو چارو وزارت او په ټولو هېوادونو کې خپلو اتشو ته خبر ورکړی چې له نن وروسته هیڅ کوم ملي تجار یا هم کوم افغان او یا بهرنی وګړی افغانستان ته [پیري ماګون، پیچینو او مازوواوت] په څېر تېل چې له دې مخکې راواردیدل دغه هېواد ته وارد کړي.

له دې کاره د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت هدف د محیط زیست ښه والی دی او د هغو نورمونو له مخې چې په افغانستان کې ټاکل شوي دا تیل باید راوارد نه شي."


نوموړي زیاته کړه دوه ډوله نورتیل چې پترول (A92) او ډېزل ( L0262) دي یواځې تر درېيو میاشتو د واردیدو اجازه لري او دا اجازه یوازې هغو تیلو ته ده چې قراردادونه یې شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۵۶ شرکتونه دا مهال د نفتي موادو او ګازو د را واردولو جواز لري د تیلو او نفتي موادو د وارداتو جواز لري او له دې وروسته به هیڅ کوم بل سوداګر ته اجازه ورنه کړل شي چې په کوم بل تجارتي جواز باندې افغانستان ته تیل وارد کړي.

د یاد وزارت چارواکي دا هم وايي، چې د تیلو د وارداتو او پلورپه برخه کې جوړ شوی قانون به له تصویب او توشیح وروسته په دې برخه کې د ډېرو سرغړونو مخه ونیسي.

د کابل ښارځیني موټر چلوونکي او د تیلو پلورونکي هم د بې کیفیته تیلو له امله شکایت کوي او هیله من دي چې افغان دولت د دغو تیلو د وارداتو د بندولو په سر خپلې دغه ژمنې عملې کړي:

"عبدالصبور یم امیدوار یم چې دولت په دې برخه کې عملي کار وکړي. که پیریماګون تیل کابل ته بیا راشي درد سر هم موږ ته او هم خلکو ته جوړیږي.

نوم زما اجمل دی، زما په نظر د کابل دېرش تر څلویښت فیصده پمپونو کې دا تیل خرڅيږي.موټر کش نه کوي،زور نه اخلي د سلنسر شا ته خام مواد غورځوي، دود کوي او فضا هم خرابوي."


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، نفتي مواد چې د افغانستان له سترو وارداتي موادو څخه دي او ارزښت یې په کال کې دوه تر دوه نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان ته هر کال دوه تر دوه نیم میلیونه ټنه نفتي او د سون مواد واردیږي چې پکې د بهرنیو ځواکونو وارداتي تیل هم شامل دي.

د بې کیفیته تیلو د ځینو ډولونو په وارداتو دا بندیز په داسې حال کې لګول کیږي چې د افغانستان په لویو ښارونو له هغې ډلې کابل کې د موټرو د ګڼې ګوڼې او د بې کیفیته تیلو استعمال خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG