د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۶

سعودي هڅه کوي د سوریې مخالفان په پاکستاني وسلو سمبال کړي


سعودي عربستان له پاکستان سره خبرې کوي چې د سوریې وسله والو مخالفانو ته د الوتکو او ټانک ضد توغندي ورکړي ترڅو د ولسمشر بشار الاسد د لیرې کیدو لپاره په روانه جګړه کې یو انډول رامنځ ته کړي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا متحدو ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې له دې ډډه کړې چې وسله والو مخالفانو ته دغسې وسلې ورکړي او له دې اندیښنه لري چې ممکن هغه د تروریستانو لاسونو ته پریوځي خو د سوریې د وسله وال اپوزیسیون غړیو ویلي، داسې ښکاري چې د جینوا د سولې د خبرو ناکامي د دې سب شوې چې واشنګټن خپل مخالف دریځ نرم کړي.

د راپور له مخې پاکستان په خپله چینایي ډوله د الوتکو ضد توغندي تولیدوي. د انزا په نوم دغه توغندي له اوږې توغول کیږي. دغه هیواد د ټانک ضد توغندي هم تولیدوي چې د دواړو د اخیستو لپاره یې ریاض هڅه کوي د سوریې مخالفانوته یې راونیسي.

د سعودي عربستان حکومت ته نژدې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط دغه خبره کړې ده.

دغه چارواکي ریاض ته د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سفر یادونه کړې چې له ولیعهد شهزاده سلمان بن عبدلعزیز سره یې کتلي دي.

شهزاده سلمان تیره اونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ وروسته له هغې پاکستان ته تللی و چې د سعودي عربستان جګ پوړي ډیپلومات شهزاده سعود الفیصل له پاکستانه چې په سیمه کې د سعودي نژدې متحد دی، کتنه کړې وه.

د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې دغې سرچینې داهم ویلي چې اردن به مخکې له دې چې دغه وسلې د سوریې وسله والو مخالفانو ته ولیږدول شي، په خپلو تاسیساتو کې ځای پرځای کړي.

د سعودي، اردون او پاکستان چارواکو فرانسپرس ته دغه خبره نده تایید کړې. خو د سوریې د اپوزیسیون مشر احمد جربا تیره اونۍ د سوریې له شمال څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل چې قوي وسلې به ډیرژرراورسیږي.

د خلیج د مطالعاتو د مرکز مشرعبدالعزیز الساګروویل، د امریکا متحده ایالات به خپلو متحدینو ته اجازه ورکړي چې په جینوا کې د سولې د خبرو له ناکامه کیدو او له روسیې سره د نوي کړکیچ د راپورته کیدو وروسته وسله والو مخالفانو ته د الوتکو او ټانک ضد توغندي ورکړي.

د واشنګټن په تحقیقاتي مرکز کې د نژدې ختیځ د پالیسۍ د څانګې د خلیج او انرژۍ د پروګرام مشر سیمون هیندرسون وویل، وسله والو مخالفانو ته د دغسې وسلو ورکول به په لنډوخت کې پرامریکا فشارزیات کړي خو په اوږده مهال کې سیاسي اندیښنې پردې څرخي چې د هوایي مدافع دغه سړی لیږدونکی سیستم به د نورو لاس ته ولویږي او ښایی د نړۍ په یوه برخه کې د ملکي الوتکو د راغورځولو لپاره ترې کارواخیستل شي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې سعودی عربستان د سوریې پرجنوبي جبهې ډیرنفوذ لري او له اردن سره په ګډه همکاري یې په سیمه کې د مخالفانو د یوکولواو پیاوړي کولو سره مرسته کړې ده.

د راپورله مخې یوشمیرډيپلوماتانو دغه راز ویلي چې د سعودي عربستان پاچا پخپله هم له واشنګټنه غوښتنه کړې چې هغه پریکړه بیرته واخلي چې له مخې یې په سوریه کې پوځي مداخله نه کوي او نه هم خپلو متحدینو ته اجازه ورکوي چې د سوریې وسله والو مخالفانو ته هغه وسلې ورکړي چې ورته اړتیالري.
XS
SM
MD
LG