د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

امریکا وايي، د سوریې بحران د دې هېواد له پولي اوړي


د سوریې د سولې خبرې ناکامه شوې او دا مهال حکومت د مخالفانو پرضد په تهاجمې حالت کې دی.

القاعده شبکې سره تړلو وسله والو منځ لارې قوتونه له صحنې څخه ایستلي او د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما اداره په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د بندولو لپاره په نورو لارو چارو غور کوي.

امریکایي چارواکي وایي، د سوریې بحران د دې هېواد له پولي اوړي او په عین حال کې د امریکا ملي امنیت ته ګواښونه رامنځ ته کوي.

د امریکا حکومت لویدیځ پلویو منځ لارو قوتونو ته د مرستو زیاتولو په ګډون، په بېلابېلو پلانونو او مفکورو غور کوي.

امریکایي چارواکي په هغه انتخاب هم فکرکوي چې له مخې به یي پر هغو یاغیانو چې په امریکا باندې د حملو په فکر کې وي، د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړي، خو په روان وخت کې د دې انتخاب د عملي کېدو احتمال نه ترسترګو کېږي.

اسوشئتد پریس لیکي، جمهور رئیس بارک اوباما باید چې د سوریې په اړه پالیسۍ کې هرډول بدلون تصویب کړي. دی به د روانې اوونۍ په پای کې په سپينه ماڼۍ کې له چارواکو سره د بېلابېلو انتخابونو په اړه بحث وکړي.

تیره اوونۍ د امریکا او نورو هېوادونو د استخباراتو رئیسانو په واشنګټن کې د سوریې په اړه غونډه کړې وه.

امریکایي چارواکي له دې مخکې هم د سوریې په درې کلنې شخړې یا جګړې کې د خپلو انتخابونو په اړه له ستونزو سره مخ وو او یوه مساله په کې دا وه که چیرې د بشارالاسد د رژیم مخالفانو ته وژونکي وسلې ورکړي، ممکن د افراطیانو لاس ته ورشي. بله مساله دا ده چې په خپله جمهور رئیس بارک اوباما له پوځي انتخاب څخه ځان لري ساتي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جي کارني د سې شنبې په ورځ وویل، موږ باید د ځینو وړاندیزونو په اړه غور وکړو چې ایا دا زموږ له ملي امنیتي ګټو سره برابر دي او که څنګه.

ده زیاته کړه، د امریکا حکومت دا اندیښنه هم لري چې په سوریه کې زیات دخالت ممکن له توقع پرته عواقب رامنځ ته کړي.

یو امریکایي چارواکي چې؛ د مسالې د حساسیت له امله یي د نامه له ښودلو ډډه کړې وایي، چې د امریکا د حکومت دا نوي کتنه یا غور د سوریې د سولې په اړه د جنیوا د کنفرنس له ناکامیدو او دغه راز له سوریې څخه د قوي تروریستي ګواښونو د راپورته کېدو له امله کېږي.

په دې وروستیو کې د جمهور رئیس بارک اوباما د ملي امنیت جګ پوړو سلاکارانو په سوریه کې د افراطیانو د امن ځایونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د امریکا د کورني امنیت رئیس جیح جانسن وایي، سوریه د امریکا د کورني امنیت په مسالې بدله شوې ده.

له بلې خوا، د امریکا د ملي استخباراتو رئیس جیمز کلیپر کانګرس ته په وینا کې وویل، چې په سوریه کې دا مهال د شاوخوا ۷ زرو بهرنیانو په ګډون، شاوخوا۲۶ زره افراطیان فعال دي.

په دې هېواد کې ټول ټال د ۷۵ زرو او یو لکو ترمنځ جنګیالي فعالیت کوي.

کلیپر وویل، جبهة النصره ډله چې د یاغیانو ترټولو قوي ډله ده، په متحده ایالاتو باندې د حملو هیلې لري.

خو له دې ټول ستونزو سره سره، جمهور رئیس بارک اوباما وایي، چې د سوریي د مسالې حل اسانه نه دی.

جمهور رئیس اوباما نه غواړي چې هېواد یي په افغانستان او عراق کې له کلونو جګړو وروسته په یوې بلې وژونکې او نه ختمیدونکې جګړې کې ښکېل شي.
XS
SM
MD
LG