د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د جزايي اجراتو د قانون په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې


ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د جزايي اجراتو د قانون په مسوده کې پر وړاندیز شویو تعدیلاتو او د افغانو ښځو پر وضعیت د دې تعدیلاتو پر ممکنو اغیزو تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

جمهور ریس حامد کرزی د داسې قانوني مسودې له توشیح په شا شو چې؛ د کورني تشدد، د جبري ودونو او په ماشومتوب کې د زور زیاتي د قرباني شویو ښځو پر ستوني به یې پښه ايښې وه.

د جزايي اجراتو د قانون د مسودې په شپږویشتمه ماده کې تعدیل په افغانستان او بهرکې د ښځو د دفاع ادارو په شدت غندلی وو.

ګارډین لیکي، دا لا نه ده څرګنده چې جمهور ریس کرزي د دې مادې د بدلیدو لپاره څه وړاندیز کړی خو د بشري حقونو مدافع ادارو د هغه دا اقدام ستایلي چې د مسودې له توشیح یې ډډه کړې ده.

د افغانستان د عدليې وزارت یوه سلاکار چې ګارډین ته یې ځان پوپل معرفي کړی ویلي چې؛ وړاندیز شوي تعدیلات به په قانون کې ځای کړي او بیرته به یې ملي شورا ته واستوي.

خو ګارډین وايي، دا چې جمهور ریس نه دی توشیح کړی په دې معنی نه ده چې مساله حل ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې د نړېوال سازمان یوې څیړونکې هیدربار ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:

موږ باید په دقت د قانون په مسوده کې نوي تغیرات هم وګورو، څو معلومه شي چې په ریښتیا هم ستونزه حل شوې که نه ده.

هیدربار ګارډین ته ویلي، د قانون په مسوده کې دوې عمده ستونزې موجودې وې خو تراوسه یوازې یوې ته پام شوی دی.

د ګارډین په لیکنه، د قانون د مسودې په شپږویشتمه ماده کې راغلي چې د مدعي او مدعي علیه د کورنیو غړي او خپلوان شاهدي نه شي ورکولای.دا یوه ستونزه وه.

خو دوهمه ستونزه دا ده چې د قانون په مسوده کې دا هم نه وه واضح شوې چې خپلوان څوک دي ځکه په افغانستان کې د کلیو خلک ډيرې پيچلې او پراخې کورنۍ اړیکې لري.

ګارډين وايي، په نورو هېوادو کې یوازې ښځه او خاوند د عیني شاهد په توګه شهادت نه شي ورکولای.

په داسې حال کې چې بله ورځپاڼه سنډې ټایمز وايي، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې کورنۍ تشدد تر ډيره حده د خاوند او خسرګنۍ له خوا کیږي.

سنډې ټایمز ورځپانې په دې اړه په یوه مقاله کې په کابل کې د ښځو د امن په کور کې د درویشت کلنې هلمندۍ نجلۍ، حمیرا ژوند ته کتنه کړې ده.

سنډې ټایمز لیکي: حمیرا خپل پنځه میاشتنی زوی او خپل کور داسې یوه خاوند ته چې هره ورځ به یې په کمربندونو او د برق په لینونو وهله، ور پریښي دي.

حمیرا اوس په کابل کې د ښځو په امن خونه کې اوسي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې د مذهبي ډلو د واک له زیاتیدو سره د ښځو د حقونو وضعیت مخ په خرابیدو وو او د جزايي اجراتو د قانون د مسودې شپږویشتمې مادې به دا حالت لا پيچلی کړي وای.
XS
SM
MD
LG