د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

کري: بشارالاسد د سولې د خبرو مخه ډب کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم تورن کړ؛ چې په هېواد کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو لپاره یې د سولې د خبرو مخه ډب کړې ده.

جان کري په جاکارتا کې د اندونیزیا په پلازمینه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارټي نتالیګاوا سره له خبرو وروسته وویل، د اسد رژیم یوخنډ دی.دا رژیم له دې پرته چې په خپلو خلکو بیرلي بمونه واچوي بل څه نه کوي:

"دا بیخي واضح ده چې؛ د سوریي ولسمشر بشارالاسد هڅه کوي چې کورنۍ جګړه د زورله لارې وګټي نه دا چې په ښه نیت د خبرو د میز ترشاه کښیني."

کري وویل، د سوریې اپوزیسیون د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو لپاره یو مناسب او ښه ترتیب شوی پلان وړاندې کړی و.

په جینوا کې د سولې د خبرو دوهم پړاو ځکه بې نتیجې پای ته ورسید چې؛ د اسد رژیم له دې څخه ډډه وکړه چې د انتقالي حکومت پر مسالې چې مخالفین به هم په کې شامل وي، غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز له اسده د ملاتړ د دوام په خاطر پر روسیې هم انتقاد وکړ او ویي ویل، چې روسیې ته پکار ده چې د حل لارې یوه برخه واوسي نه دا چې رژیم ته نورې وسلې او مرستې ورکړي. په حقیقت کې روسیه په دې کار سره د اسد رژیم توان دوه چنده زیاتوي.

تردې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرلاورنت فابیو وویل، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم په خبرو کې د هر پرمختګ مخه ونیوله.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ وویل، د اسد رژیم د دغو خبرو د بشپړې ناکامۍ مسول دی.

د سوریي د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د یکشنبې په ورځ واشنګټن تورن کړ، چې په جنیوا کې د دوهم دور خبرو لپاره یې یوه منفي فضا رامنځته کړې وه.

د سوریې لپاره نړېوال استازي لخظر ابراهیمي د سوریې له خلکو په خبرو کې د ناکامۍ او هم د هغه پلان د بشپړ نه طبیق په خاطر بخښنه وغوښته چې له مخې یې له حمص ښاره ملکي خلک ایستل کیدل.

ابراهیمي وویل، د سولې د خبرو د دریم پړاو لپاره وخت نه دی ټاکل شوی. هغه وویل، دواړو خواوو ته پکار دي چې د سلا مشورو لپاره او هم د دې خبرې د یقیني کیدو لپاره چې غواړي د سولې خبرو ته دوام ورکړي او کنه، بیرته خپلو مرکزونو ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG