د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

ازادي راډيو نن هم د ولسمشرۍ له کانديدانو سره مناظره کوي


ازادي راډيو نن د مازيګر له څلورو تر شپږو بجو پورې د جمهوري رياست له ځينو پاتې کانديدانو سره دويمه مناظره خپروي.

دغه مناظره چې د ملي راډيو ټلويزيون په همکارۍ جوړېږي، د ازادۍ راډيو پر ويبپاڼه هم کتلاى او اورېدلاى شئ.

په پرونۍ مظاهره کې د ولسمشرۍ څلورو کانديدانو خپل پروګرامونه تشرېح کړل او ځينې ژمنې يې وکړې.

داود سلطانزوى، قطب الدين هلال، محمد شفيق ګل اغا شېرزي او عبدالرحيم وردګ د ملي اردو د پياوړتيا پر لارو چارو او د ښځو د حقونو پر خونديتوب هم خبرې وکړې.

د جمهوري رياست د يوولسو کانديدانو له جملې څلورو هغو د شنبې په ورځ د ازادۍ راډيو او ملي راډيو- ټلويزيون په ګډه ملي مناظره کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې پر مذاکرو او د ښځو د حقونو پر خونديتوب خبرې وکړې.

داود سلطانزوى ژمنه وکړه، چې د افغانستان د امنيت د ښه کېدو لپاره به له وسلوالو طالبانو سره مذاکرې وکړي. ده وويل چې د خلکو او دولت ترمنځ فاصله د بې ثباتۍ اصلي علت دى:

”افغانستان د ځينو محدودو کسانو ترمنځ د جنګي غنيمت په توګه په بن کې ووېشل شو. د افغانستان جهاد او خلک ګرو شول.

موږ به په دې هېواد کې داسې ليدلورى رامنځته کړو، چې مبتکر او مدبر وي او خلکو ته د راتلونکي تصوير ورکړي“


د ننګرهار پخواني والي محمد شفيق ګل اغا شېرزي وويل، له بېطرفه کسانو به يوه جرګګۍ تشکيل کړي، چې ملايان، ديني عالمان، پوهان او قومي مشران به يې غړي وي او دغه ارګان به د سولې خبرې پرمخ بيايي:

”که خداى پاک بريالى کړم، خپله جرګګۍ به جوړوم، له طالبانو سره به په کندهار، ننګرهار، هرات، فراه او نورو ولايتونو کې د سولې خبرې کوم.

له پاکستان سره به دوستانه فضا جوړوم او د خپل وطن د ملي ګټو دفاع به کوم. د خداى په توکل به سوله راولم“


د جمهوري رياست کانديدانو په دې مناظره کې پر دې هم خبرې وکړې، چې ايا د افغانستان ملي اردو دې اجيره يا استخدامي پاتې شي که دې د مکلفيت دوره جبري شي.

د دفاع پخواني وزير او د جمهوري رياست کانديد عبدالرحيم وردګ وويل داسې يو ګډ سيستم ورته د منلو وړ دى چې پر اساس يې د عسکرۍ اجباري دوره هم شامله وي، خو دى وايي استخدامي او اجيره اردو ښه نتيجه ورکوي:

”د اجيرې اردو ګټې خورا زياتې، لګښتونه يې کم دي.

افغانستان پخوا د اوس غوندې کومه مسلکي اردو نه درلوده چې له انګېزې برخمن وي، که د دې پوځ نيمګړتياوې پوره شي، دا ثابتولاى شم چې کولاى شي د هېواد دفاع وکړي“


خو بل کانديد قطب الدين هلال له دې نظر سره مخالفت وکړ. ده وويل د پوځ افسران ښې روزنې ته اړتيا لري، د ده په خبره د سرتېرو د استخدام او په دوى کې د انګېزې د ايجاد لپاره بايد د مکلفيت دوره حتمي شي.

له کانديدانو د ښځو د حقونو په اړه هم پوښتنه وشوه. څلورو واړو تاييد کړه چې په دې برخه کې بايد هڅې وشي، خو د دوى ترمنځ د اقداماتو د څرنګوالي په برخه کې اختلافات وو.

سلطانزوى وويل، د قانون حاکميت به بشري او د ښځو حقونو ته درناوى يقيني کړي.

بل کانديد قطب الدين هلال وويل، په ټولنه کې بايد د ښځې رول د شريعت په حدودو کې وي:

”ښځه يوه ښه ډاکټره، ښه استاده يا ښه انجنيره هم کېدى شي، په سياست کې هم ګډون کولاى شي. حتى کېدى شي له ظرفيتونو سره سم يوه ښځه په کابينه کې برخه ولري. ښځې بايد په ټولنه کې خپل حقونه ترلاسه کړي، خو شرعي حدود بايد مراعت کړي“

د ولسمشرۍ د کانديدانو دغه مناظره چې د ملي راډيو ټلويزيون په همکارۍ جوړه شوې چې نن به هم دوام کوي.

ځينې پاتې کانديدان به د مازيګر له څلورو تر شپږو بجو پورې په دې مناظره کې خپل پروګرامونه تشريح کوي او پوښتنو ته به ځوابونه وايي.
XS
SM
MD
LG