د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۵

د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ خبرې بيا بې نتيجې پايته ورسېدې

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي د سوريې د حکومت او سياسي مخالفانو ترمنځ مستقيمې خبرې پايته ورسولې.

لخضر ابراهيمي پرون وويل، د سوريې حکومت د خبرو اترو د درېيم پړاو د پيل لپاره د ده وړانديز رد کړى دى.

ښاغلي ابراهيمي په دغو خبرو کې د خنډ او ځنډ له کبله د دې هېواد له خلکو بخښنه وغوښته.

د سوريې د حکومت او سياسي مخالفانو ترمنځ پرونۍ خبرو څه کم نيم ساعت دوام وکړ خو له نتيجې پرته پايته ورسېدې.

دې کار د دغو مذاکرو راتلونکى نور هم تياره کړ.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي د دغو خبرو اترو د درېيم پړاو د پيل غوښتنه وکړه، چې په هغه کې اول د تاوتريخوالي د پايته رسېدو او بيا د يوه انتقالي حکومت د تشکيل په اړه بحث وشي؛ خو لخضر ابراهيمي وايي، د سوريې حکومت يې دغه پېشنهاد رد کړى دى.

د سوريې د سياسي مخالفانو ډله غواړي چې دغه خبرې د ولسمشر بشارالاسد پر ليرې کېدو او تر انتخاباتو پورې د يوې انتقالي ادارې پر جوړېدو متمرکزې وي.

خو د حکومت مرکچيان ټينګار کوي، چې ولسمشر اسد بايد له واک څخه ليرې نه شي.

دوى وايي، په مذاکرو کې بايد د ټروريزم د ستونزې پر پايته رسېدو تمرکز وشي.

د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي لخضر ابراهيمي د دغو خبرو د ځنډ او خنډ له کبله د سوريې له خلکو بخښنه وغوښته:

”زه ډېر خواشينى يم او د سوريې له خلکو بخښنه غواړم، چې ډېره هيله يې درلوده دلته يو څه پېښ شي.

فکر کوم هغه لږ څه چې په حمص کې ترلاسه شوي، دوى ته زياته هيله ورکړې چې دا کېدى شي له هغه وحشتناک بحران څخه د وتلو پيل وي، چې دوى په کې راښکېل دي“


د ابراهيمي اشاره د سوريې له حمص ښار څخه د ملکيانو د وتلو موضوع ته وه.

ده زياته کړه، چې له امريکا، روسيې او د سوريې د سولې د کنفرانس له تمويلوونکې ادارې يعنې ملګرو ملتونو سره به سلا مشوره وکړي.

د سوريې د اپوزيسيون وياند لويې صافي د ابراهيمي له دې برداشت سره موافقه ونه کړه. ويې ويل، که انتقالي اداره جوړه نه شي د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ به بحثونه د وخت ضايع کول وي.

دا په داسې حال کې ده، چې فعالانو پرون وويل، په سوريه کې د درې کلنې جګړې په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر يولک او ٤٠زرو ته ورسېد. د وژل شويو په دې ډله کې تر ٧٠٠٠ يې زيات ماشومان دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG