د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د انلاین زده کړو اسناد اعتبار لري!؟


Distance learning یا له لرې واټنه زده کړې چې په عامه اصطلاح یې انلاین زده کړې بولي، هغه زده کړې دي چې یو زده کوونکی او محصل پکې د دې په ځای چې په درسي ټولګي کې کیني؛ د انټرنټ له لارې خپل تحصیل کوي. نن سبا د نړۍ د ځینو نورو هیوادونو د ځوانانو په څېر ګڼ افغان ځوانان هم د انټرنټ له لارې په بیلا بیلو بهرنیو او کورنیو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

په ننۍ تاندې څانګې کې د دا ډول زده کړو د ګټې او ورپورې تړل شویو ځینو ستونځو په اړه هم غږیږو.

په Distance learning یا له لرې واټنه زده کړې عموماً داسې وي چې لومړی یو پوهنتون ټاکل کیږي، د هغه پوهنتون فورمه د انټرنټ له لارې ډکول کیږي، د خپلې خوښې رشته او کچه ټاکل کیږي، چې لیسانس وايي، ماسټري او که دوکتورا وايې. د ځينو نورو شرايطو له بشپړولو وروسته زده کوونکي یا محصل ته د درس وخت ورښودل کیږي، هماغه شېبه دوی انټرنټ ته کیني، استاد یې درس ورکوي او دوی لکه د یوه درسي ټولګي ورته غوږ وي، ځينې بیا داسې وي چې د انټرنټ له لارې درسي نوټونه ورکول کيږي او زده کوونکي په بېلا بېلو وختونو کې له ځانه سره لولي او ازموینه ورکوي.

انلاین زده کړې خصوصاُ هغو ځوانانو ته ډیره ګټه رسوي چې هم کار کوي او هم غواړي درس ته دوام ورکړي، شهزاد اریوبي له یوه پاکستاني پوهنتونه د تجارت او اقتصاد په برخه کې په انلاین بڼه لیسانس اخيستی، دی دا ډول زده کړې ډيرې ګټورې او هوسا بولي.

د انلاین زده کړو لپآره انګريزي ژبه هتمي ځکه ده چې اکثره بهرني پوهنتونونه په انګريزي ژبه د انلاین زده کړو اسانتیا لری. د دا ډول زده کړو یو ډول غیرحضوري دی لکه شهزاد اریوبي چې وویل کتابونه یا نوټونه په انلاین بڼه ورکول کیږي او ازموینه هم په انلاین بڼه اخيستل کیږي او بل ډول یې داسې دی چې درسي مواد د انټرنټ له لارې ورکول کیږي، خو د ازموینې لپاره هماغه پوهنتون ته تګ لازمي دی.

سويتا عسکرزی چې په یوه بانک کې منیجره ده، غوښتل یې هم کار وکړي او هم لیسانس واخلي، اوس د هندوستان په اندراګاندهي پوهنتون کې د سوداګرۍ او اقتصاد په څانګه کې Distance learning یا انلاین زده کړې کوي خو د ازموینې لپاره هندوستان ته ورځي.

ايجینیر نجیب الرحمان صبوري او میرمنې یې هم له یوه بهرني پوهنتونه انلاین ماسټري کړې، دی انلاین زده کړې ټولو ځوانانو په ځانګړي ډول د ښځینه و لپاره ډیرې ګټورې بولي.

تر اوسه د Distance learning یا انلاین زده کړو په اړه وغږیدو، ځينې ځوانان د دا ډول زده کړو په اړه له بېلابېلو تشویشونو سره مخ دي. یو شمېر ځوانان که یو خوا له دې عمله ځوريږي چې د افغانستان انټرنټ لا هم دومره قوي ندی چې یو انلاین زده کوونکی دې کله کله له ځینو ستونځو سره مخ نشي، نو بلخوا داسې اندیښنې هم د دوی تر منځ شته چې د Distance learning یا له لرې واټنه د زده کړو په برخه کې ترلاسه شوي اسناد هم د باور وړ ندي.

ښه د انټرنټ تخنيکي ستونځه خو به داسې حل شي چې قوي یا 3G انټرنټ وکارول شي، خو د اسنادو د اعتبار خبره څنګه ده؟ په دې اړه مو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش پوښتلی، دی وايي:

"له هیواده بهر د پوهنتون اعتبار له علمي او اکاډميکي پلوه باید موږ ته د منلو وړ وي. کله چې موږ ته د یوه پوهنتون اسناد راوړل کیږي که هغه د انلاین له لارې تر لاسه شوي وي او که په کوم بهرني پوهنتون کې له زده کړو وروسته تر لاسه شوي وي؛ زموږ د یوې کمیټې لخوا ارزول کیږي. ګورو چې محصل له کوم پوهنتونه اسناد راوړي؟

د هماغه پوهنتون مهر او ټاپه لري او که نه؟ بل په کوم هیواد کې چې یو پوهنتون له ټاکل شویو شرايطو سره سم فعالیت ونه کړي نو د فعالیت جواز ترې اخيستل کیږي، په اصطلاح ریجیکټ کیږي او نور اعتبار نه لري، چې اوس هم موږ د ځینو ریجیکټ شویو پوهنتونونو لیست لرو، نو که کوم محصل د یوه ریجيکټ شوي پوهنتون اسناد راوړي؛ معالومه خبره ده چې نه به منل کیږي.

هر څوک چې غواړي په بهرني پوهنتون کې انلاین یا له لرې واټنه زده کړې وکړي، باید له لوړو زده کړو وزارت سره یو تفاهم ولري، د دې لپاره چې دوی وپوهيږي هغه بهرنی پوهنتون په ریجیکټ شوي لیست کې ندی شامل، بل باید هغه پوهونتون له یونيسکو سره ثبت واوسي او له علمي لحاظه ښه او معتبر نوم ولري.

موږ انلاین زده کړو او ورپورې تړل شویو ټولو خبرو ته ډير دقیق پام کوو او هڅه کوو چې د هغو ټولو مشکلاتو مخه ونيسو چې محصلان ورسره مخ کیږي."


کله کله چې موږ د پوهنتونو د کیفیت په اړه خپرونې جوړې کړي، نو ډیر کله محصلانو د ځينو پوهنتونونو درسونه زاړه او یا هم د ټيټې کچې بللي دي، ښايي همدا علت وي چې افغان ځوانان اوس له هیواده بهر زده کړو ته ډیر زړه ښه کوي.

نجیب الرحمان صبوري هم وايي چې که چېرې د لوړو زده کړو وزارت او حتی د پوهنې وزارت هم انلاین زده کړو ته خاصه پاملرنه وکړي نو په راتلوونکي کې به هم د ډيرو ستونځو او ځینو بې ځایه مصارفو مخه ونيول شي او هم به هیوادوال په باکیفیته لوړو زده کړو سمبال واوسي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپریږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG