د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۴

باوډن: د ۲۰۱۴په پیل کې افغانستان له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دی

د ملګروملتو د بشري چارو د هماهنګۍ دفتر پرون چهارشنبې په کابل کې د سږ کال د بشري مرستو عمومي پلان اعلان کړ.

د ملګروملتونو دې ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو وباله خو له دې سره سره یې تر تېرکال د لږو پیسو غوښتنه وکړه.

تېرکال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۴۷۴ میلیون ډالره غوښتل شوې وې، خو سږکال د ۴۰۶ میلیون ډالره غوښتنه شوې ده.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ مسوول مارک باوډن د خپل پلان د اعلانولو په مهال وویل:

"د ۲۰۱۴ کال په پیل کې، چې سیاسي او امنیتي انتقال به په کې لوی بدلون راولي، افغانستان له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دی.

د راتلونکې لمریزکال د حمل په شپاړلسمه د ولسمشرۍ انتخابات، چې په پایله کې به یې د لومړي ځل لپاره واک له یوه منتخب ولسمشره بل منتخب ولسمشر ته ولېږدول شي او همدا راز د دیسمبر په پای کې د اکثرو نړېوالو ځواکونو وتل، د افغانستان لپاره خورا مهم دي."


د ملګروملتو د بشري چارو د همږغي دفتر وايي، د نړیوالو ځواکونو وتل د بشري مرستو ورکوونکو ته فرصت برابروي، چې بشري عملیات په لا وضاحت له پوځي، سیاسي او نورو هدفونو او فعالیتونو سره تفکیک کړي.

د ملګروملتو د خبري سرچینې ایرن په وینا د ناټو له لوري د بشري مرستو ورکول د بشري مرستو د ګڼو ټولنو انتقادونه پارولي او ویلي یې دي چې دې کار د مرستندویانو کار له خطر سره مخامخ کړی، د هغوی بې طرفي یې تر سوال لاندې راوستې او همداراز یې په افغانستان کې د دوی د کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې ۸۰ تنه مرستندویان د حملو قرباني شول‎ یا ووژل شول، یا ټپیان شول او یا وتښټول شول.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغوونکي د دفتر د راپور پر اساس هلمند، کونړ، بادغیس، ننګرهار او غور هغه پنځه ولایتونه دي چې سږ کال په کې زیاتو بشري مرستو ته اړتیا پکې لیدل کېږي.
XS
SM
MD
LG