د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۵

نۍ له دوو خبریالانو سره د سلطانزوی ناوړه چلند غندلی دی


د رسنیو مدافع ټولنو د افغانستان د یوه خصوصي ټلویزیون له دوو خبریالانو سره د ولسمشرۍ د یوه کاندید ناوړه چلند غندلی دی.

د دې ډلو په وینا داوود سلطانزوی د کابل نیوز ټلویزیون یو خبریال او کمره مین ګواښلي. دوی د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون غږ کړی چې له ښاغلي سلطانزوی څخه په دې اړه وضاحت وغواړي.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ وايي، چې په یوه ثبت شوې ویډیو کې له دوو خبریالانو سره د ولسمشرۍ د کاندید داود سلطانزوی له ناوړه چلند څخه پرده پورته شوې ده.

نۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې سلطانزوی د کابل نیوز ټلویزیون له خبریال سره له مرکې وروسته د مرکې د جریان ټوله ویډیو په زور سپینه کړې ده.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ د ادارې رییس مجیب اله خلوتګر ازادۍ راډيو ته وویل، هېڅوک حق نه لري، چې له مرکې وروسته تصاویر په زور پاک کړي یا یې د خپرېدو مخه ونیسي:

"نۍ یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره د ښاغلي سلطانزوی چلند یو غیرقانوني عمل او سرغړونه ګڼي، هغه سرغړونه چې د افغانستان قوانین یې په څرګنده جرم بولي.

کله چې وینا وشوه، ویناوال یا هغه څوک چې مرکه ورسره شوې دا حق نلري چې خپلې خبرې کمې یا زیاتې کړي یا یې د خپرېدو مخه ونیسي."


دا مرکه د ښاغلي سلطانزوی په کورکې شوې، خو دې خبریال کومه پوښتنه کړې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دا کاندید په غوسه شوی؟

مالک عاصم هغه خبریال دی چې دا مرکه یې کړې:

"د مرکې په وروستیو کې ما یوه پوښتنه ترې وکړه، چې ته خلکو ته دا دومره خدمت غواړې ایا خپله کورنۍ دې هم په افغانستان کې ده او که په بهر کې؟

په سلطانزوی صاحب دا پوښتنه بده ولګېده، داسې یې وګڼله چې څوک حق نه لري د ده د شخصي ژوند په اړه پوښتنه وکړي. دا مسئله بده پرې ولګېده، ویې ویل ټوله مرکه باید سپینه کړئ. هغه یې سپینې کړې او ویې ویل د دې مرکې د خپرولو اجازه نه لرئ.

ما په کراره ورته وویل، چې دا به سپینې کړو، په دې کې څه مسئله نشته که ته په دې خبره دومره په قهر شوی یې."


د عاصم په وینا دې لانجې درې ساعته دوام وکړ ځکه چې ښاغلي سلطانزوی د ویډیو د سپینېدو تروخته دوی ته د وتلو اجازه ورنکړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د کابل نیوز ټلویزیون له خبریالانو سره د داوود سلطانزوی چلند غندلی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ټولنې نی دواړو د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون غږ کړی چې دا موضوع وڅېړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ازاد انجمن په نوم یوه بله ټولنه وايي، چې د سلطانزوی دا کار د خبریالانو په وړاندې د تشدد زیاتېدو نښه ده.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني وايي چې له وخته مخکې قضاوت نشي کولای. ښاغلي نوراني آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې اړه باید څېړنه وشي:

"که ښاغلی سلطانزوی یا هغه ژورنالیستان چې ورسره مخامخ وو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مراجعه وکړي او خپل شکایت موږ ته وسپاري دا موضوع به د عدالت په پام کې ساتلو سره وڅېړو او خپله پرېکړه به اعلان کړو."

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ښاغلي سلطانزوی نظر هم واخلو، خو د ده د ډېر مصروفیت له کبله په دې کار بریالي نه شو.

په تېرو لسو کلونو کې له خبریالانو سره د چارواکو، زورواکو او د وسله والو ډلو د چلند د څرنګوالي په اړه زیات شکایتونه ثبت شوي خو د خبریالانو د حقونو مدافع ټولنې انتقاد کوي چې مسوولې ادارې دې انتقادونو ته ډېره لږه پاملرنه کوي.

د رسنیو د ملاتړ ټولنې تمه لري، چې چارواکي به له خبریالانو سره د زور د خاوندانو د ناوړه چلند د مخنیوي په برخه کې پر خپلو ویناوو عمل وکړي.
XS
SM
MD
LG