د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

ولې د افغان پولیسو معاشونه ځنډېدلي؟


د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ملي پولیسو منسوبین شکایت کوي چې؛ له څو میاشتو راهیسې ورته معاشونه نه دي وررسیدلي او له دې درکه له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت معیین جنرال حیدر بصیر آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د افغانستان مالیې وزارت د ۲۰۱۳م مالي کال د ختمېدو او د خپلو حسابونو د سمبالښت په مقصد په کودونو کې یو څه بدلون راوستی و او له همدې امله د پولیسو د معاشونو په اجرا کې یو څه ځنډ رامنځ ته شو و خو دا مساله حل شوې ده:

"د قوس د میاشتې معاشونه په بشپړ ډول توزیع شوي. د نورستان، دای کونډې او نورو ځایونو په ګډون په ټولو لرې پرتو سیمو کې زموږ قطعاتو خپل معاشونه اخیستي دي. موږ دوه ځلې د دې مسالې پخلی وکړ او نن مو یو ځل بیا د معاشونو د رسېدو ډاډ تر لاسه کړ چې؛ د قوس د میاشتې معاشونه په بشپړ ډول رسیدلې دي."

د پولیسو لپاره امتیازات د امنیت پر اساس په درېیو کټګوریو کې ورکول کیږي.

جنرال بصیر په دې اړه وایي:

"د پولیسو امتیازات په درېیو کټګوریو ویشل شوي دي. خطر لرونکي ولایتونه، د متوسط خطر لرونکي ولایتونه او امن ولایتونه. د خطر لرونکو ولایتونو معاشونه زیات دي. په امنو سیمو کې هم پولیسو ته معاشونه او امتیارات په بشپړ ډول رسیږي او د معاشونو د توزیع په برخه کې موږ کومه ستونزه نه لرو."

د سیمه يیزو پولیسو له خوا هم آزادي راډیو ته د پیغامونو له لارې شکایتونه رسیدلې چې؛ دوی ته معاشونه په وخت نه رسیږي.

د کورنیو چارو د وزارت معین جنرال بصیر په دي اړه وویل:

"د سیمه ییزو پولیسو معاشونه په بشپړ ډول رسیږې. کوم شی چې له لومړي سره د کورنیو چارو، مالیې وزارت او نړېوالو مرستندویانو ترمنځ تصویب شوی، د هغې پر اساس د سیمه ییزو پولیسو معاشونه او امتیازات پرته له کوم کمښته ورکول کیږي او په دې کې هم کومه ستونزه نشته."

دا په داسې حال کې ده چې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د ځنډ له امله اندیښنې زیاتې شوي چې؛ بهرني ځواکونه ممکن د روان عیسوي کال په پای کې له افغانستانه ووځي او نړېوال مرستندویان ممکن خپلې مرستې راکمې کړي.

ځینې کارپوهان باور لري چې، د نړېوالو مالي مرستو په کمېدو سره به د نورو برخو په نسبت د افغانستان امنیتي ځواکونه له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG