د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

پېښور: په قصه خوانۍ کې انتحاري حملې ٩ کسان ووژل


د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د قصه خوانۍ بازار په رسالدار کوڅه کې ځانمرګي بريد نزدې ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پېښور د امنيتي چارواکيو په وينا ، د چهارشنبې په شپه ناوخته ددې ښار د قصه خوانۍ په رسالدار کوڅه کې پاک هوټل کې څېرمه ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ کې لږ تر لږه ٩ کسان مړه او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.

د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، ځانمرګي بريدګر په رسالدار کوڅه کې د شيعه ګانو امام بارګاه ته نزدې يو هوټل ته څېرمه ځان والوزاوه، چې له امله يې شاوخوا کورونو او دوکانونو ته هم زيان ورسېد.

دوى زياته کړه، د ځانمرګي بريد ډېرى ټپيان شيعه ګان دي او داسې برېښي، چې د ځانمرګي بريدګر اصلي هدف د شيعه ګانو امام بارګاه وه.

ترچاودنې وروسته د خيبر پښتونخوا د صحت ايالتي وزير شوکت يوسفزي له رسنيو سره په خبرو کې د قصه خوانۍ ځانمرګى بريد وغانده او دا يې په دې هېواد کې د سولې د روانو هلوځلو د سبوتاژولو سازش وباله:

"تر ټولو لومړى خو زه ددې بريد غندنه کوم، دا بريد په داسې وخت کې شوى چې له وسله والو سره د مذاکراتو خبرې اترې روانې دي. تراوسه پورې په دې بريد کې ٩ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ٥٠ نور ټپيان دي، چې د څلورو حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي."

نوموړي همدا راز وويل، په خيبر پښتونخوا کې د وروستيو ترورېستي بريدونو داسې برېښي، چې په دې بريدونو کې د درېيم قوت لاس دى.

د قصه خوانۍ په رسالدار کوڅه کې ډېرى هوټلونه دي، چې د شپې له خوا ورته ددې ښار له بېلابېلو سيمو څخه ګڼ خلک راځي.

په قصه خوانۍ دا ځانمرګى بريد په داسې وخت کې شوى، چې د يکشنبې په ورځ په همدې سيمه کې پر يوې سينما بمي بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې ٥ کسان مړه او ٣١ ټپيان شوي وو.

همدا راز د سې شنبې په ورځ نامعلومو وسله والو په همدې سيمه کې د پاکستان د تحريک نفاذ فقه جعفريه د خيبر پښتونخوا ايالتي مشر حاجي سردار علي په ډزو وواژه.

په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې په داسې وخت کې په ترهګرېزو پېښو او هدفي وژنو کې زياتوالى راغلى، چې ددې هېواد صدراعظم نواز شريف د جنورۍ په ٢٩مه نېټه ددې هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال پاکستاني وسله والو طالبانو ته د مذاکراتو وړانديز وکړ او د همدې موخې لپاره يې يوه څلور کسيزه کومېټه هم وټاکله.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او ددې هېواد يو شمېر نورو سياسي مشرانو د قصه خوانۍ ځانمرګى بريد غندلى او دا يې د سولې د سبوتاژولو سازش بللى.

د يادونې وړ ده، چې د قصه خوانۍ د ځانمرګى بريد مسووليت د ميجر مست ګل ګروپ په نامه وسله والې ډلې منلى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG