د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

په کوټه کې د افغان علماوو د شورا طالب پلوى مشر و وژل شو


پرون په کوټه کې د افغانستان د علماوو د شورا مشر او د وسلوالو طالبانو ملاتړى عالم شيخ عبدالله ذاکري وسلوالو کسانو په ډزو و واژه.

ذاکري د افغان علماوو د يوې شورا مشر هم وو، خو چا يې د وژنې مسووليت نه دى منلى. د افغانستان وسلوالو طالبانو په يوه اعلاميه کې د هغه پر وژنه خواشيني څرګنده کړې ده.

درې اتيا کلن شيخ عبدالله ذاکري د کندهار ولايت د ذاکر شريف اوسېدونکى وو او افغانستان ته د روسانو تر راتګ وروسته کوټې ته را مهاجر شوى وو، دلته يې د روسانو په خلاف د افغان علماوو يوه شورا جوړه کړې وه او په اوس وخت کې يې په افغانستان کې د امريکا په خلاف د وسلوالو طالبانو د جګړې کلک ملاتړ کاوه او په دې اړه يې فتواوې هم ورکړې وې.

عبدالله ذاکري د چارشنبې په ماسپښين د کوټې ښار لوېديځ لور ته پر سبزل سړک ازبک چوک ته نيژدې له جوماته را وتلى وو، چې دوو موټرسايکل سپرو وسلوالو د کور مخته ډزې پر وکړې او په ټپي حالت کې بولان روغتون ته يووړل شو، چې د ډاکټرانو په وينا يواځې يوه مرمۍ پر ټټر لګېدلى وو او ساه يې ورکړه.

د هغه زوى مفتي عبدالقيوم ذاکري ازادي راډيو ته وويل، چې پلار ته يې ښکاره چا د مرګ ګواښ نه وو کړى، خو پخپله يې د خپل مرګ پېشبيني کړې وه:

«ماسپښين لمونځ يې ورکړ، چې را و ووت فوراً ټک [ډز] شو، خلک وارخطا شو چې د دروازې ټک شو، که د څه شي ټک شو، دباندې کوشنيانو وليد چې حاجي آغا يې شهيد کړ، د کلي کوشنيانو وويل چې دوه کسان پر موټرسايکل راغلل، دلته ولاړ وو، د يوه تک تور مخ وو، پر ذاکري صاحب تر ډزو وروسته مخ پر خروټ اباد ولاړل. ده مخکې پېشګويي کړې وه، چې زه شهيد کېږم خو، مګر که تاسې وليد هم لاس مه ور وړئ، زما قاتلين امريکايان دي، دېرش کاله له روسانو او اوس له امريکايانو سره د ده مبارزه روانه وه»

عبدالله ذاکري پر سبزل سړک يوه ديني مدرسه درلوده او د مدرسې په څنګه کې د «ذاکري مسجد» امامت يې هم کاوه.

زوى يې عبدالقيوم ذاکري وايي، ده د اتحاد علماى افغانستان په نامه د افغان علماوو اتحاديه اووه ويشت کاله پخوا جوړه کړې وه او د افغانستان د سياسي ګوندونو د مشرانو او د قومونو تر منځ د ناندريو او شخړو د سولې او پخلاينې لپاره يې کار کاوه. عبدالقيوم ذاکري وايي پلار يې له امريکا سره د وسلوالو طالبانو د سولې او مذاکراتو سخت مخالف وو:

"چې د قومونو يا شخصيتونو ترمنځ به جګړه وه، ده به يې ترمنځ سوله کوله. لکه د ګلبدين او رباني ترمنځ ده سوله کوله، همدا رنګه د ملاعمر او شاه مسعود ترمنځ چې اختلاف وو، ده يې روغه ورکوله، همدارنګه د نوروز او اڅکزو د جګړې سوله يې کړه. زړه يې غوښتل چې په افغانستان کې داخليان پرېږدئ، د امريکايانو خلاف مبارزه وکړئ، دا خبره ده په خوله هم کوله، په ليکلي ډول يې هم کوله.

دى له امريکايانو سره د سولې سخت مخالف وو، کوم طالبان چې له افغانستان د امريکايانو تر وتلو مخکې له هغوى سره سوله کوي، ده د هغو طالبانو په خلاف د جهاد اعلان کړى وو"


د افغانستان وسلوالو طالبانو د شيخ عبدالله ذاکري پر وژنه خواشيني څرګنده کړې ده. طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې ويلي چې:

"شيخ عبدالله ذاکري لوى عالم او سیاسي شيخصيت وو، چې وخت په وخت به يې د سرخلاصو لیکونو په وسيله د نړۍ ولسمشرانو ته، په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د مسلمانانو د ژوند د ښه کېدو په اړه سالمې مشورې ورکولې او هغوى یې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي وو."

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو مياشتو کې په کوټه کې د وسلوالو طالبانو څو نور مشران هم د نامالومو وسلوالو په ډزو و وژل شول. وسلوالو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت اداره د خپلو قومندانانو په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړې وه، خو ځینو نورو سرچینو د طالب مشرانو وژنې د طالبانو په تحریک کې له خپل منځي اختلافاتو سره تړلې دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG