د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

کابل ښاروالۍ ۳۶ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول


د کابل ښاروالۍ مسولین وايي؛ هغه څه باندې شپږ دېرش زره کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي مواد چې د سې شنبې په ورځ یې وسوځول، د کابل ښار له نږدې زرو دکانونو او ګودامونو راټول کړي وو.

د کابل ښاورالۍ مرستیال محمد نعیم خوږمن علومي په کابل کې د دغو د بې کیفیته او تاریخ تېرو موادو د سوځولو پر وخت خبریالانو ته وویل چې؛ دا مواد د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، اتمې او ځینو نورو ناحیو څخه راتول شوي.

ښاغلي علومي ومنله چې په کابل ښار کې تر دې ډیر بې کیفیته مواد دي چې؛ راټولو ته یې باید نورې ادارې هم مرسته وکړي:

"موږ خپل کار ته دوام ورکوو او هیله لرو چې اړوند ارګانونه له موږ سره کار وکړي ځکه باید په دې اکتفا ونه کړو چې څو ټنه موادو مو وسوځول؛ ځکه د بې کیفیته موادو شمېر له دې څخه هم زیات دی، او ستونزه دا ده چې، د افغانستان له سرحدونو سر بیره دا موادو له نورو لارو هم په غیر قانوني ډول راواردیږي چې دا په خپله یو لوی خنډ دی."

د کابل ښاروالۍ د عامې روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست پوره یوه کال کیږي چې؛ په کار یې پیل کړی څو په بازارونو او ګدامونو کې د بې کیفیته او له وخت تېرو موادو له پلورلو څخه مخنیوی وکړي.

د دې موادو د راټولولو لپاره پر ښاروالۍ سربېره یو کمیسیون هم د تېرو څو کلونو راهیسې کار کوي.

په دې کمیسیون کې د ښاروالۍ، عامې روغتیا وزارت، سوداګرۍ او صنایعو وزارت، لویې څارنوالۍ او ځینو نورو دولتي ادارو استازي ګډون لري.

د کابل ښاروالۍ د وسایلو کمښت او د قانون نه عملي کېدل په بازارونو کې د بې کیفیته او تر وخت تیرو موادو په وړاندې یو جدي خنډ بولي.

خو له دې هڅو سره سره خلک وايي چې؛ په ښار کې اوس هم بې کیفیته او تاریخ تیر درمل، خوراکي او غیر خوراکي مواد شته.

د کابل ښار دوتنه اسیدونکي حشمت الله او نظر محمد وايي.

"۱- زما په اند دوکانداران معلامت نه دی ځکه په لوړو ځایونو کې د بې کیفیته او تاریخو تیرو موادو مخنیوی وشي او د دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې د عامې روغتیا وزارت څخه یو هیت وټاکي څو په بازارونو کې کنټرول ولري.

په افغانستان کې اصلا قانون نه شته چې عملي شي."

دوي له ټولو سوداګرو څخه غواړي چې د بې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکې توکو د پلورلو او راواردلو څخه ډډه وکړي.

د کابل ښار د کارته نو د سیمې یوه دوکاندار سمیع الله آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دولت باید په سرحدونو کې د بې کیفیته موادو له راواردیدو څخه مخنیوي وکړي:

"زه وایم چې د افغانستان په سرحدونو او ګودامونو کې باید د تاریخ تیرو موادو مخنیوی وشي."

افغانستان ته تر ډیره خوراکي موادو او درمل له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول پاکستان او ایران څخه راوړل.

خلک له افغان حکومت څخه غواړي چې؛ له بهر څخه د هېواد پر وارداتو جدي څارنه وکړي او د بې کیفیته موادو واردونکو سره قانوني چلند وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG