د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۵

براهیمي: ښځو او ماشومانو ته له حمص ښاره د وتلو اجازه ورکړل شوه

د سوریې لپاره نړېوال منځګړي د دې هېواد د حکومت او مخالفینو د استازو ترمنځ په ژنیو کې د سولې په روانو خبرو اترو کې د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړی.

د راپورونو له مخې دواړه خواوې په خبرو کې له یو لړ پرمختګونو سره سره د بندیانو د خوشې کولو په اړه په موافقه کې پاتې راغلي، خو تمه ده چې د دې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه به نن خبرې وشي.

د سوریې لپاره نړېوال منځګړی لخضر براهیمي وايي چې؛ د سوریې د حکومت او اپوزیسیون استازي د وسله والو تر ولکې لاندې حمس ښار څخه د ښځو او ماشومانو د وتلو په اړه موافقې ته رسېدلي دي. دولتي ځواکونو دا ښار له څه باندې یو کال راهیسې کلابند کړی.

د راپورونو له مخې د سوریې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمینځ د شنبې په ورځ د پيل شویو مستقیمو خبرو ترټولو محسوسه نتیجه همدا ده. د ملګروملتو او عربي ټولنې استازي لخضر براهیمي پرون هیله څرګنده کړه چې دا موافقه به عملي شي:

"هیله ده چې سر له سبا به ښځې او ماشومان وکولای شي د حمص له زاړه ښاره ووځي او زه هیله من یم چې پاتې ملکي وګړي به هم له دې وروسته ډېر ژر وکولای شي چې ووځي."

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد ژمنه وکړه چې که وسله وال مخالفین ښځې او ماشومان وتلو ته پرېږدي نو حکومت به هم اجازه ورکړي. مقداد یادونه وکړه چې حکومت د ملکي وګړو لپاره د استوګنې د ځای او درملو برابرولو ته چمتو دی.

براهیمي په خپل خبري کنفرانس کې همدا راز دا ومنله چې په خبرو کې پرمختګ آسانه او چټک نه و، خو ده وویل، چې دواړو خواوو د متقابل درناوي په فضا کې خبرې سره وکړې.

براهیمې په دې اړه چې دا خبرې به څومره دوام وکړي د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه:

"زه دا وایم چې باید احتیاط وکړو او له ګام اخیستو وړاندې باید منډه وانخلو. اوس موږ ګام اخیستل زده کوو، بس همدومره. او دا چې څومره وخت به ونیسي ډېر له وخته مخکې ده چې په دې اړه خبرې وشي. زموږ مهلت د اوس لپاره سبا دی."

داسې ښکاري چې په پرونیو خبرواترو کې دواړه اړخونه د بندیانو د خوشې کولو لپاره په موافقه کې پاتې راغلل، خو دواړو خواوو د نژدې درې کلنې جګړې په ترڅ کې پر یوبل د زرګونو بندیانو د ساتنې تورونه لګول.

ښاغلي براهیمي وویل، د حکومت او یاغیانو استازي به نن د سوریې د روان کړکېچ د ډېرو پېچلو سیاسي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

په دې کې یوه د قدرت مسئله ده. حکومت د اپوزیسیون د دې غوښتنې ردولو ته دوام ورکوي چې ولسمشر بشاراسد باید له واکه لېري شي او وایي، د مخالفینو په لیکو کې سني تروریستي ډلو چې له بهر څخه یې مالي ملاتړ کېږي نفوذ کړی، خو اپوزیسیون ټینګار کوي چې له اسد پرته د یوه انتقالي حکومت جوړېدل د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG