د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۹

د سوريې په اړه د مذاکرو لومړۍ ورځ له کړکېچ سره ملګرې وه

د نړېوالې ټولنې په ملاتړد سوريې په اړه د مذاکرو لومړۍ ورځ له کړکېچ سره ملګرې وه.

د سوريې رژيم د يوه انتقالي حکومت د تشکيل لپاره د ولسمشر بشارالاسد له ليرې کېدو سره مخالفت څرګند کړ.

په سويس کې جوړ شوي کنفرانس ته امريکا او د سوريې اپوزيسيون وويل، چې بشارالاسد خپل مشروعيت بايللى دى.

د سويس په مانتريو ښارکې پرونۍ مذاکرې داسې وخت پيل شوې، چې په سوريه کې د جګړو په اړه خبرونه خپاره شول.

د بشارالاسد د رژيم هوايي ځواکونو د ياغيانو پر مرکزونو حمله وکړه او هلته بيا په ياغيانو کې د افراطي او منځلارو ډلو ترمنځ جنګ روان و.

امريکا او د سوريې د اپوزيسيون ډلو د سويس کنفرانس ته وويل، چې د بشارالاسد رژيم د دې هېواد پر خلکو د حملو له کبله خپل مشروعيت بايللى او بايد له صحنې وايستل شي. خو د سوريې د حکومت استازو دا پېشنهاد رد کړ.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم پر تروريستانو او بهرنيو حکومتونو تور پورې کړ، چې غواړي سوريه ويجاړه کړي.

ټاکل شوې د جمعې په ورځ د اول وار لپاره د سوريې د حکومت او اپوزيسيون ترمنځ مستقيمې خبرې وشي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديې ګډ استازي لخضر ابراهيمي په دې اړه خوشبيني څرګنده کړه:

”موږ نسبتاً څرګندې نښې ليدلي، چې دوه لوري حاضر دي، د ځينو مسايلو لکه اړو خلکو ته د رسېدګۍ، د اسيرانو د ازادۍ او محلي اوربند په اړه خبرې وکړي“

د سويس په کنفرانس کې د څلوېښتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي برخه لري، يو په کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف دى، چې هېواد يې د بشارالاسد د رژيم ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکيمون کنفرانس ته په خپله وينا کې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د سولې لپاره له موجوده فرصت څخه استفاده وکړي:

”د دې جګړې پايته رسول او روغه به ګرانه وي. موږ دلته کوچنى ګام پورته کړ، بل ګام د جمعې په ورځ پورته کوو چې په هغه ورځ د سوريې دواړه لوري په خپلو کې خبرې کوي. سخته لار په مخکې لرو، خو د دې کار ترسره کول ممکن او ضروري دي“

د سوريې په درې کلنه کورنۍ جګړه کې تر يولک او ٣٠زرو زيات کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې د سوريې د اطلاعاتو وزير عمران الزعبي دا امکان رد کړ، چې ګواکې له اپوزيسيون سره د معاملې پر اساس بشارالاسد له واک څخه ليرې کېږي.

ده د اپوزيسيون ډلو ملاتړي تورن کړل، چې ناسم معلومات خپروي.

د سوريې حکومت د دې هېواد کشاله د سُني افراطي تروريستانو پرضد جګړه ګڼي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG