د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د جینیوا کنفرانس د بریالیتوب په اړه هیلي کمې دي


که څه هم چې د سوريي په اړه د جینیوا دوهم نړېوال کانفرانس په دغې هېواد کې د روانې شخړې د سیاسي حل لپاره یو غوره فرصت ګڼل کیږي، خو د دې کانفرانس د بریالیتوب په اړه هیلي او توقعات کم دي.

د جینیوا په دوهم کانفرانس کې د سوريي د حکومت او د هغې د سیاسي او وسله والو مخالفانو د ګډون لپاره پراخې او جدي هڅې ترسره شوي دي.

خو دا هلې ځلې له دې امله چې څوک په دې کانفرانس کې ونډه اخلي او د خبرو اهداف څه دي، د اختلافاتو ښکار شوي دي.

دغه راز دا هم یقیني نه ده چې د جینیوا دوهم کانفرانس به په سوریه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه کومې موافقې ته هم ورسیږي او که څنګه؟

په جینیوا دوهم کانفرانس کې القاعده پورې اړوندو هغو وسله والو ډلو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې چې په دې وروستیو کې د سوريي د حکومت ضد وسله والو سره په جګړه کې ښکیل شوي دي.

د جرمني د نړېوالو او امنیتي مطالعاتو په مرکز کې د سوريي د چارو کارپوه هیکو ویمین ازادۍ رادیو ته وویل، د سوريي د حکومت ضد ډلو ترمنځ اختلافات دا معنا لري چې یو لوری هم یقیني نه دی چې د دې کانفرانس د کامیابۍ په صورت کې به د شوې موافقې د عملي کول لپاره څومره واک ولري:

(هغه خلک چې په دې کانفرانس کې ګډون لري پر هغو وسله والو چې په میدان کې دي ډیر کم کنترول لري او که چېرته کنترول هم لري نو هغه یوازې د سوريي پر ازاد پوځ لري او پاتې نورې ډلې ښايي غوښتنه ومني او شاید رد يې کړي.نو همدې ته په پام سره که موافقه کیږي نو عملي کول به يې سخت کار وي.)

د سوريي د حکومت وروستیو څرګندونو چې ویلي ولسمشر اسد زیات باوري چې په راتلونکې کې به هم په واک به پاتي شي، روان تحولات لا نور پیچلي کړي دي.

په سوریه کې د حکومت ضد وسله والو ترمنځ اختلافات او جګړې،او د حکومتي ځواکونو لخوا د یو شمیر سیمو نیول ددې سبب شوي چې دمشق د جینیوا دوهم کانفرانس د اجنډا لپاره خپل دریځ پیاوړی کړي.

نړېواله ټولنه وايي، په جینیوا دوهم کانفرانس کې د سوريي د جګړې د ختمولو لپاره په دغې هېواد کې د سیاسي انتقال پر موضوع تمرکز کیږي خو د سوريي حکومت وايي، دوي به په دې کانفرانس د تروریزم پر ضد مبارزې پر موضوع ټینګار وکړي.

په دوحه کې میشت کې د سوريي د چارو کارپوه مروان کبلان د بشار اسد د دې سیاسي لوبې په اړه وايي:

(رژیم په دې باور دی چې د دیموکراتیک انتقال څخه يې د نړېوالې ټولنې تمرکز اوس د تروریزم ضد مبارزې ته اړولی دی.

رژیم فکر کوي په دې بریالی شوی چې نړېوالې ټولنې ته وښيي چې مخالف وسله وال يې هغه سخت دریځې او سلفیان دي چې خبرې کول ورسره ګران کار دی او پر ضد يې باید جګړه وشي.)

اخوا بیا د سوريي په اړه له جینیوا دوهم کانفرانس څخه د ایران په لرې ساتلو سره د سوريي د حکومت اپوزسیون خپل دریځ پیاوړی کړی دی.

دې ټولو تحولاتو ته په کتنې سره دا پوښتنه بیا هم مطرح ده چې په جینیوا دوهم کانفرانس کې د سوريي د سرکشه رژیم او د اپوزوسیون د مختلفو ډلو محدوده ونډه به کومه مثبته نتیجه ولري او که نه.
XS
SM
MD
LG