د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۰

مون: د سوريي په اړه نړېوال کنفرانس د شخړې د هواري لپاره یو فرصت دی

د سوريي په اړه په نړېوال کانفرانس کې چې نن د سویس په مونټرو ښار کې پیل شو، په دغه هېواد کې د روانې جګړې د سوله ییز حل په اړه خبرې او بحثونه کېږي.

په سوریه کې د شخړې له پیل راهیسي دا لومړی ځل دی چې د بشار الاسد د حکومت مقامات او د اپوزوسیون مشران له یو بل سره مخامخ په خبرو کې ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د کانفرانس د پرانیستلو پر مهال وویل، دا د سوريي د شخړې د هواري لپاره یو فرصت دی:

"د سوريي د شخړې او کړاونو له درېیو دردونکو کلونو وروسته نن د تتې خو ریښتیني هیلې ورځ ده.

د لومړي ځل لپاره د سوريي حکومت، اپوزوسیون، د سیمې هېوادونه او نړېواله ټولنه په سوریه کې د مرګ، بربادی او بې ځایه کېدو لپاره چې د سوريي د ژوند بوږنونکې حقیقت دی، د یو دیپلوماتیک حل لټه کوي."


د متحده ایالاتو او روسيي په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو پلاوي په دې خبرو کې برخه لري.

په همدې حال کې د ایران ولسمشرحسن روحاني ویلي د سوريي په اړه د روان کانفرانس د کامیابۍ امکانات لږ دی ځکه د هغه په وینا په دې خبرو کې د تروریستانو ځینې ملاتړي هم ګډون لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سې شنبې په ورځ ایران ته د سوريي په اړه په نړېوال کانفرانس کې د ګډون بلنه بیرته واخیسته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ملګرو ملتونو د مشر دا ګام رد کړ او ويي ویل، هېواد يې پلان درلود چې دغې کانفرانس یوازې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال واستوي.

متحده ایالاتو او د سوريي د حکومت ضد اپوزسیون د سویس په کانفرانس کې د ایران له ګډون سره مخالفت څرګند کړی و.

واشنګټن او د سوريي ملي ائتلاف وايي ایران د سوريي له رژیم څخه پوځي او مالي ملاتړ کوي.

په سویس کې د سوريي په اړه نړیوال کانفرانس په داسې حال کې پیل شوي دی چې د جرمونو پخوانیو نړیوالو څارنوالانو په یوه راپور کې ویلي چې د بشار اسد رژیم په دې هیواد کې د شخړو له پیل راهیسې شاوخوا ۱۱ زره زندانیان اعدام کړي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG