د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اوباما او پوتین د سوريې د سولې پرکنفرانس ټليفوني خبرې وکړې


د روسيې او امريکا ولسمشرانود سوريې د سولې په اړه پرهغه کنفرانس خبرې وکړې، چې ټاکل شوې نن پيل شي.

په سويس کې په دغو خبرو کې د ٤٠ هېوادونو استازي برخه اخلي.

ايران ته هم چې د سوريې د رژيم ملاتړى دى، په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکيمون خپله بلنه بېرته واخيسته.

د روسيې او امريکا ولسمشرانو ولاديمير پوتين او بارک اوباما د سوريې د سولې پر کنفرانس ټليفوني خبرې وکړې. ټاکل شوې دغه کنفرانس نن پيل شي.

د دې ټليفوني خبرو په اړه کرملين نور جزئيات نه دي خپاره کړي، خو دا يې د کار او رغوونکې خبرې بللې دي.

روسيه د سوريې د حکومت، خو واشنګټن د سوريې د ياغيانو ملاتړ کوي، دواړو لوريو په ګډه د جګړې پر ښکېلو خواوو فشار راوړى چې په خپلو کې خبرې وکړي.

تمه کېږي د سويس په مونتريوکس ښار کې د ٤٠ هېوادونو استازي د سوريې په اړه د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د سوريې ملي ائتلاف عمومي منشي بدر جاموس رويټرز اژانس ته وويل:

”زموږ مشروعيت زموږ قوت دى، د سوريې د خلکو غوښتنه زموږ غوښتنه ده، موږ د عدالت تر څنګ او د بشارالاسد د ژريم له خوا د شويو بېعدالتيو پرضد ولاړ يو، موږ د خپلو دوستانو يا هم نورو کسانو د فشارونو په نتيجه کې د خپلو خلکو له حق څخه نه تېرېږو“

ايران چې د سوريې د رژيم له عمده ملاتړو څخه دى، پرون وويل، داسې اټکل کوي، چې دغه خبرې به ناکامې شي.

ايران دا خبره وروسته له دې وکړه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په دغو خبرو کې د برخه اخيستو لپاره ايران ته خپله ورکړل شوې بلنه بېرته واخيسته.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پرون د ايران له يوه دولتي ټلويزيون سره په دې اړه خواشيني څرګنده کړه:

”موږ له دوو شيانو خواشيني يو، لومړى دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د فشار له کبله خپل پېشنهاد بېرته واخيست.

موږ له دې موضوع سره ډېره لېوالتيا هم نه درلوده، موږ يوازې غوښتل په دې غونډه کې ګډون وکړو، ځکه چې بلنه راکړل شوې وه، موږ نه غوښتل د وزيرانو په کچه په کې برخه واخلو، ځکه د ايران د بهرنيو چارو د وزير د ګډون لپاره د بلنې وخت تېر و.

که بلنه جدي واى په پام کې وه د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، په دې غونډه کې ګډون وکړي“

امريکا او د سوريې اپوزيسيون په دې خبرو کې د ايران د ګډون مخالفت کړى و.

په وروستيو کې د سوريې حکومت داسې اشارې ورکړي، چې د خپلو مخالفانو او ملاتړو له غوښتنې سره سم د انتقالي يا منځمهالي حکومت له جوړولو سره موافق دى.

د فرانسې خبري اژانس په حواله د سوريې په درې کلنه کورنۍ جګړه کې تر يولک او ٣٠زرو زيات کسان وژل شوي او په مليونونو نور له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.
XS
SM
MD
LG