د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

"د منځینو مالیه ورکونکو له درکه د دولت عواید ۶۷٪ زیات شوي"


د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې؛ سږکال د منځيو مالیه ورکوونکو له درکه د دولت عواید څه باندې لس ملیارد افغانیو ته رسیدلي دي؛ په داسې حال کې چې تېر کال دا رقم څه باندې شپږ ملیارډ افغانۍ وو.

د مالیې وزارت د منځنۍ مالیه ورکوونکو رییس "سبحان الله فهیمي" وویل؛ دا د تېر کال په پرتله په دې عواېدو کې اوه شپیته فیصده زیاتوالی ښيي او وايي، څلور نیم زره ملیونه افغانۍ زیاتې ترلاسه شوي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې منځنۍ مالیه ورکوونکو له درکه د عوایدو د ډېرېدو عوامل داسې بیان کړل:

"د مالیاتي عوایدو د زیاتېدو عوامل د مالیه ورکوونکو اطاعت پذیري؛ د مالیه ورکوونکو ریاست د کارکونکو کاري وړتیا؛ ښه مدیریت او له فساد سره مبارزه، په خپل وخت د شرکتونو څارنه، د عصری سیستمونو رامنځ ته کېدل او د قانون عملي کول دي."

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې منځنی مالیه ورکوونکی هغه چاته ویل کیږي؛ چې لږ تر لږه دوه ملیونه ډالره پانګونه یې کړي وي.

د ښاغلي فهیمي په وینا، شاوخوا نهه زره منځنۍ مالیه ورکوونکي شرکتونه له دولت سره ثبت دي.

دی وایي، چې د پیسو نړیوال صندق سږ کال د منځنۍ مالیه ورکوونکو ریاست ته د لس عشاریه درې ملیارډه افغانیو عوایدو راټولو هدف ټاکلی و؛ خو له دې یې زیات عوايد راټول کړي.

د مالیې وزارت ویاند "غلام قادر جیلاني" وايي چې؛ دې وزارت تراوسه ۱۰۹ ملیارده افغانۍ عمومي عواید راټول کړي دي.

د مالیې وزارت د منځينو مالیه ورکوونکو ریاست وايي چې؛ لاهم په هېواد کې ۲۰ فیصده شرکتونه او اشخاص د مالیې له ورکولو ډډه کوي.

بل خوا د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد "سیف الدین سیحون" وايي؛ منځنۍ مالیه هم د عوایدو له ډیریدو سره مرسته کوي، خو دولت باید له هغو لویو شرکتونو څخه مالیه واخلي چې؛ د هېواد د عوادیدو له اساسي سرچینو څخه بلل کیږي.

افغان دولت په داسې حال کې متوسطې مالیې له درکه د عوایدو د ډیریدو خبره کوي چې؛ تر دې مخکې ځینو سوداګرو خبرداری ورکړی و؛ چې له هېواده پانګې په وتو دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر محمد قربان حقجو ویلي وو؛ چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډول د پانګه والو د وتو سبب شوی دی. خو دولتي ادارو تل دارنګه ادعاوې بې اساسه بللي دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG