د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

افغان ولسمشرد حکومت پر کړنو د رسنیو څارنه باارزښته ګڼي


افغان ولسمشرحامد کرزي په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو پرمختګونه مهم وبلل او ویې ویل، چې دا پرمختګونه به په شاتګ ونه لري.

ښاغلی کرزي وايي، په تیرو کلونوکې یې په هېواد کې د ټولو رسنیو فعالیتونه څارلي او په دې پوهیږي چې کومه رسنۍ د څه هدف لپاره کار کوي.

نوموړي دا خبرې په کابل کې د بیات د رسنیو د مرکز د پرانیستلو په غونډه کې وکړې.

په همدې حال کې د اریانا راډیو ټلویزیون او د بیات بنیاد رییس هیله څرګنده کړه چې دغه مرکزبه د ټولو رسنیو د قوي کېدو او پرمختګ سبب وګرځي.

افغان ولسمشر د حکومت پر کړنو د رسنیو څارنه او د بیان ازادي مهمه او با ارزښته ګڼي او زیاتوي چې؛ د رسنیو انتقادونه باید د ملي یووالي د ټینګښت لپاره وي.

ښاغلي حامد کرزي چې د سې شنبې په ورځ یې د بیات د رسنیو د مرکز د افتتاح په مراسمو کې وینا کوله په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ او د بیان ازادي وستایله او ویې ویل، هرڅومره چې کېدای شي د رسنیو د پرمختګ لپاره دې هلې ځلې وشي.

د ولسمشر کرزي په وینا راتلونکی حکومت هم مجبور دي، چې د بیان د ازادي او د رسنیو د پیاوړتیا لپاره دغه لاره تعقیب کړي:

"په ډاډ سره د بیان ټولې ازادۍ او لیکل به د پخوا په څیر وړاندې ځي او راتلونکی حکومت هم مجبور دي چې په دې لار ولاړ شي او انشاالله ولاړ به شي دغه لاره په شا تلونکې نده ،خو موږ باید دغه لاره او هغه ازادي چې لرو یې د خبر او پیغام په رسولو کې د افغانانو ګټې په پام کې ونیسو،دهېواد دفاع او دهېواد دپرمختګ او دملي یوالي په برخه کې ورنه ګټه پورته کړو."

ولسمشرکرزي ټینګار وکړ چې په تیرو کلونو کې یې د هېواد ټولې رسنۍ څارلې دي او پوهیږي چې کومه رسنۍ د څه هدف لپاره کار کوي.

ښاغلی کرزی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په تیره یوه لسیزه کې د افغان حکومت ترټولو لویه لاس ته راوړنه د بیان ازداي په ګوته کیږي.

دا مهال په ټول افغانستان کې څه باندې پنځوس تلویزونونه، له یوسلوپنځوس زیاتې راډیوګانې او سلګونه چاپي رسنۍ خپرونې لري.

په همدې حال کې د اریانان راډیو تلویزیون رییس او سناتور احسان الله بیات په یادو مراسمو کې هیله وښودله چې د رسنیو دغه مرکز به په افغانستان کې د بېلابیلو قومونو دملي یوالي دټینګښت لپاره مهم رول ادا کړي:

"هغه غږ چې له دغه مرکزه د ټولو غوږونو ته رسیږي، یادغږ به د ټولو قومونو او د افغانستان د باغیوره اوسېدونکو غږ وي، ترڅو چې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي هنر، فرهنګ، رواجونو او د هغو فکري یاداښتونو ته ښه انعکاس ورکړل شي او د ټول هېوادو اوسېدونکي یې دغه نندارې ته کېني."

که څه هم اوس په هېواد کې سلګونه رسنۍ فعالیت لري، خو داسې انتقادونه کیږي چې یو شمېر خصوصي رسنۍ په هېواد کې د ملي ګټو پرځای ځېنو بهرنیو هېوادونو او ځانګړیو کړیو ته کار کوي.

ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې په کابل کې څرګنده کړه، چې ځینې رسنۍ د هېواد د ملي ګټو پر ضد خپرونې لري او کوښښ کیږي چې په افغانستان کې ملي یوالۍ زیانمن کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG