د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

افغان ټیلي کام د انټرنیټ په بیو کې "۳۰" فیصده کموالی اعلان کړ


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په هېواد کې د افغان ټیلي کام مخابراتي شبکې له خوا د انټرنیټ په بیوکې (۳۰) فیصده کموالی اعلان کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د یکشنبې په ورځ پر نورغیر دولتي مخابراتي شبکو هم غږ وکړ چې؛ د خپلو انټرنیټي خدماتو بیې راټیټې کړي.

بل خوا یو شمېر عام خلک وايي چې په هېواد کې اوس هم د انټرنټي خدمتونو بیې لوړې دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت وايي، په هېواد کې د انټرنټ کارول مخ په زیاتیدو دی او ورسره سم، دوي هم هڅې تیزې کړي چې هر کال یي د خدماتو په بیو کې کموالی راولي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین، د یکشنبې په ورځ د افغان ټیلي کام دولتي مخابراتي شبکې له خوا په هېواد کې د انټرنټ په بیو کې د دیرش فیصدو کموالي اعلان وکړ.

ده وویل، د انټرنیټي خدماتو په بیو کې دا کموالی د روان میلادي کال د فبروري له لومړۍ ڼیتې څخه، پلي کېږي.

ده وویل، دغه انټرنیټي شبکه د پاکستانه افغانستان ته داخلیږي او په بیو کې کموالی راغلی دی:

"نوي برخونه په دوه برخو کې دي، یو دا چې افغان ټیلي کام یي نورو شبکو ته ورکوي چې؛ دیرش فیصده کموالی په کې راغلی دی.

دوي تر اوسه یو سیسټیم ون، د میاشتې په شل زره ډالره اخیسته، اوسنۍ بیه یي یو زرو څلورسوه ډالره ده.

همدارنګه خلکو ته یي د " ډي، اس، ایل" خدمات دی، په دې کې شل فیصده کموالی راغلی دی."


ښاغلي سنګین د افغان ټیلي کام له خوا د« ډي، سي، ایل» خدمتونو په بیو کې د ټیټوالي په هکله وویل، د ۲۵۶ کې بي پي اس پخوانی بیه یو زرو دووه پنځوس نه زر افغانیو ته راټیټیږي.

د۵۱۲ کې بي پي اس بیه له دوه زره پنځه سوه افغانیو نه دوه زرو ته،د، یو ایم، بې پخوانۍ بیه پنځه زره افغانۍ، اوسنۍ څلور زره او د« دوه ایم، بي، بیه له لسو زرو افغانیو اتو زرو ته راټیټیږي.

ښاغلي سنګین په هېواد کې له غیر دولتي انترنیټي شبکو هم وغوښتل چې د انترنیټي خدماتو په بیو کې کموالی راولي.

خلک دا اقدام ستایي، خو د دې خدماتو د بیو نور کموالی هم غواړي، د کابل ښار اوسیدونکي ذکي احمد ازادۍ رادیو ته وویل:

"خدمات نسبتا ښه دی خو ګران دی، خلک بې وزلي دی، وس یي نه رسیږي، هیله ده د انټرنیټ بیې نورې هم ټیټې شي."

په وروستیوکلونوکې په افغانستان کې د انټرنیټي خدماتو ګڼ شمېر شبکې فعالې شوي دي.

خو د خدماتو له کېفیت څخه یي هم شکایتونه کېږي.

د مخابراتو وزارت هیله من دی چې د دې شبکو ترمنځ سالم رقابت به وکړای شي چې، د دې خدماتو کېفیت ښه او بیې کمې کړي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG