د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۰

د سوريي ملي ایتلاف به د جینوا په نړېوال کنفرانس کې برخه واخلي

د سوریې د حکومت په ډلو ویشل شوی اپوزیسون بالاخره د شنبې په ورځ په دې سلا شو چې د سوریې په اړه په هغه نړېوال کنفرانس کې برخه واخلي چې راتلونکې اونۍ په جینوا کې جوړیږي.

په دې اړه د ملي ایتلاف په نوم د سوریې د اپوزیسون ډلو په استانبول کې په یوه غونډه کې د رایو په اکثریت پریکړه وکړه.

د سوریې حکومت لا دمخه په دې غونډه کې ګډون تایید کړی دی.

د سوریې په اړه دې کنفرانس ته د جینوا دویم نوم ورکړل شوی دی او ټاکل شوې چې د چارشنبې په ورځ پیل شي.

په سوریه کې د یو انتقالي حکومت د رامنځ ته کیدو لارې چارې لټول د دې کنفرانس هدف ښودل شوی څو په دې هېواد کې هغه خونړۍ شخړه پای ته ورسوي چې له ۲۰۱۱ کال مارچ میاشتې راهیسي یې په ترڅ یو سلو دیرش زره کسان وژل شوي او په میلونونو نور بې کوره شوې دي.

د بشار الاسد حکومت لا دمخه په دې کنفرانس کې برخه اخیستل تایید کړي دي.

د سوریې د ملي ایتلاف په نوم د اپوزیسون د ډلو مشراحمد جربه ویلي، ډله به یې له واکه د بشار الاسد د لرې کولو په هدف په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

د فرانسې خبري اژانس احمد جربه له خولې وايي، د جینوا دویم په نوم د خبرو اترو میز د انقلاب د ټولو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره یو طرفه لاره ده او د اسد د لرې کولو لپاره لومړنی او مهم ګام دی.

ویل کیږي، چې د اپوزیسون ډلو د سوریې په اړه د جینوا په کنفرانس کې د برخې اخیستو یا نه اخیستو په اړه رايې واچولې او د څوارلس مخالفو رایو په مقابل کې اته پنځوس موافقې رایې ورکړل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې د اپوزیسون د ډلو دا پریکړه ستایلې ده او دا یي د سوریې د ټولو هغو خلکو په ګټه رايي اچونه بللې چې د نوموړې په وینا د بشار الاسد د رژیم تر واکمنۍ لاندې زپل شوې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د سوریې اپوزیسون له اوږدې مودې هڅه کوي چې د اسد د رژیم خلاف جګړه کې یوه متحده جبهه رامنځ ته کړي خو د دې جبهې په مشرتابه او په تبعید کې د حکومت پر جوړلو خپلو کې جدي اختلافات لري.

د راپور په وینا د اپوزیسون یو شمېر ډلې په دې ناخوښه دي چې د هغه رژیم له استازو سره یو میز ته کیني چې له درې کلونو راهیسې یې دوي پرضد جګړه کوي او د نسکورولو هڅه یې کوي.

بل خوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د جمعې په ورځ په مسکو کې کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف ته داسې یو امنیتي پلان وړاندې کړی چې هدف یې د سوریې په جګړه زپلي شمالي ښار حلب کې د ټولو پوځي عملیاتو بندیدل دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د سوریې رژیم غواړي له یاغیانو سره بندیان تبادله کړي چې دا به د سوریې د شخړې د پیل راهیسې په دې برخه کې لومړنی لوی اقدام وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، دمشق همدارنګه چمتو دی چې په بشري برخه کې هم جدي ګامونه واخلي او د مرستو رسولو لارې چارې بهتره کړي.

د شنبې په ورځ په دمشق کې د یرموک په نوم د فلسطیني مهاجرو یو محاصره شوې کمپ ته په څلورو میاشتو کې د لومړي ځل د خوراکي موادو مرستې ورسیدلې. ویل کیږي چې په دې کمپ کې لسګونه کسان له لوږې مړه شوې دي.

که چیرې د پریکړو سره سم دواړه لورې د جینوا په دې خبرو اترو کې برخه واخلي نو دا به د سوریې د تقریبا درې کلنې شخړې په اوږدو کې لومړی ځل وي چې د بشارالاسد د رژیم او یاغیانو استازي مخامخ خپلو کې خبرو ته کیني.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG