د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

سمونواله جمیله بیاض لومړنی ښځینه امره د کابل په یوه امنیتي حوزه کې


د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ښار یوې ګڼې حوزې ته یوه ښځینه پولیسه د امرې په توګه ټاکل شوې او دا میرمن وایي چې؛ قاطعیت به له فساد سره مبارزه وکړي.

سمونواله جمیله بیاض د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له خوا دغې مهمې دندې ته وټاکل شوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي،غواړي په دې ډول په تولنه کې د ښځینه و پولیسو ونډه زیاته کړي.

په اوسنیو شرایطو کې د یوې افغان میرمنې ټاکل په یوې مهمې امنیتي برخه کې د ځينو لپاره د بحث وړ موضوع ده.

خو د سمنوالې جمیلې بیاض قوي ارادې او باور د افغانستان د نورو نسلونو لپاره د بریاوو دروازه پرانیستله.

سمونواله جمیله بیاض د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له خوا د کابل ښار د لومړې امنیتي حوزې د امرې په توګه وټاکل شوه.

که څه هم هغه د خپلې دندې په دویمې ورځ ډیره مصروفه وه خو ماته یې د مرکې وخت راکړ.

له میرمن بیاض څخه مې پوښتنه وکړه چې په اوسنیو شرایطو کې یې د موجودو ګواښونو ترڅنګ یې څنګه ومنله چې دا مسولیت واخلي:

"مخکې هم داسې یو پوست ما ته وړاندیز شوې وو ما هغه قبول نه کړ ما ویل که په سمبولیک ډول ما معرفي کوي نو زه یې نه منم، ځکه کوم چاته چې یو پوست ورکول کېږي نو باید پوره صلاحیت ورکړل شي او زه فکر کوم چې اداري فساد نه یوازې په حوزو کې بلکې په ټول هېواد کې موجود دی او زه خلکو ته پوره ډاډ ورکوم چې افغان ښځې ډیرې صادقي دي او زه غواړم کوم کسان چې په فساد کې ښکېل دي هغوي په لومړي قدم کې وپیژنم او بیا د هغوي په اړه پریکړه وکړم."

سمنواله جمیله بیاض د افغانستان د پولیسو له اکا‌ډمۍ څخه فارغه شوي او ۳۲ کاله یې د پولیسو په چوکاټ کې کار کړی.

میرمن بیاض د کابل په نړېوال هوايي ډګر، امنیې قومندانۍ، د پولیسو په دریمې حوزې او همدا راز یې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو په معینت کې د امرې په توګه کار کړی دی.

له دې وړاندې یوه نړېوال بنسټ ویلي و، چې د ښځینه پولیسو ډیریدل او په ټولنه کې د دوي فعاله ونډه کولای شي د تلاشیو او عملیاتو پر مهال ډیرې ستونزې هوارې کړي.

همدا راز په نیویارک کې د بشرحقونو د څارسازمان ویلي، که چېرې په افغانستان کې ښځینه پولیسې نه وي نو د ښځو د قضایي دوسیو څیړل امکان نه لري.

خو د اغلې بیاض له خبرو څخه دا جوته کېږي چې غواړي په ټولنه کې د ښځو د کار په وړاندې پراته تبعیضونه اوخنډونه کم کړي:

"زه په دې لار کې جدي مبارزه کوم او زه هیڅ راز ویره نه لرم نو ځکه دا مسولیت ما واخیست زه وایم چې د نارینه و او ښځینه و په منځ کې توپیر نشته زموږ یو شمېر د پولیسو افسرانو نه غوښتل یې چې ښځینه پولیسې پرمختګ وکړي او اوس هم شاید ونه غواړي."

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د پولیسو دوه افسراني په هلمند او نیمرزو کې ووژل شوې.

میرمن بیاض هم دا مني چې په یوې سنتي ټولنې کې ښځې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو هغه له کورنیو او عامو خلکو څخه غواړي چې د ښځو ملاتړ وکړي:

"کله چې زه د سوریا له عالي لیسې څخه فارغه شوم زه خپل دوهم انتخاب یعنې انجینیری ته بریالي شوم، خو ما د پولیسو فورم ته ځانګړی لیوالتیا درلوده او ما د انجینیري پوهنځي پریښود او غوښتل مې چې د پولیسو اکادمې ووایم که چېرې په دقیق ډول فکر وکړي دا یوه لویه ستونزه ما به ځان منلي او زه غواړم چې خلکو ته خدمت وکړم ."

جمیله بیاض چې د پینځو ماشومانو مور ده وايي چې؛ د ځوانۍ له مرحلې څخه یې د هېواد خدمت ته مټې رانغاړلي.

د راپورنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۱۵۷ زره پولیس فعالیت کوي چې نږدې یو فیصد یې میرمنې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د ښحينه وو پولیسو شمېر د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پینځه زرو ته ورسوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG