د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

"د افغانستان د مقاومت ادبیات د استاد پسرلي له نوم سره تړلي دي"


ټاکل شوې چې د نامتو شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق پسرلي جنازه هېواد ته له رارسېدو وروسته نن په کابل کې د ارواښاد په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

استاد پسرلی چې له څو ورځو راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د هندوستان په یوه روغتون کې تر علاج لاندې و، د دوشنبې په ورځ د پنځه اتیا کالو په عمر وفات شو.

مرحوم استاد محمدصدیق پسرلي ادبیاتو په تېره پښتو شعر ته خورا زیات کار کړی او همداراز د ځوان نسل په روزلو کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي.

د افغانستان د مقاومت ادبیات د صدیق پسرلي له نوم سره تړلي دي او په دې برخه کې د ده د کار مصداق د "سپېدې" په نوم مجله وه؛ چې د شوروي د اشغال په کلونو کې په پېښور کې خپرېده.

پېښور هغه مهال نه یوازې د کابل د شوروي پلوي رژیم پرضد د جهادي تنظیمونو د فعالیتونو بلکې د مقاومت د ادبیاتو مرکز هم و. د سپېدې په نوم ادبي فرهنګي مجله په همداسې یو حساس وخت کې په پېښور کې خپرونې کولې.

افغان لیکوال زرین انځور په همدې حساسو شرایطو کې له مرحوم پسرلي او نورو لیکوالو سره په سپېدې کې همکار و:

"د پسرلي صاحب د فرهنګي کار یوه ډېره مهمه برخه داده؛ په ډېرو خاصو او حساسو شرایطو کې چې حالات هم ډېر سخت وو مخصوصاً په پېښور کې د جهاد په چاپیریال کې یې د سپېدې په نوم یو ښکلې مجله تاسیس کړه.

سپېدې دوه دورې درلودې، یوه چې د ده په کورنۍ پورې مربوې وو او نورو ځوانانو پورې مربوط وو، په دویمه دوره کې سپېده لازیاته پیاوړې شوله، چې ما خپله هم د هغه ډلې غړیتوب درلود؛ له صمیم صاحب، رفیع صاحب او له ارواښاد امان الله ساهو سره یوځای او همداسې د افغانستان کلتوري ټولنه چې جوړه شوه، سپېدې ارګان شو چې، ترکیبي عونډې، سمینارونه او کنفرانسونه جوړیدل."


افغان لیکوال سعدالدین شپون چې د استاد پسرلي د ټول ژوند د ادبي فعالیتونو ملګری او همکار پاتې شوی؛ سپېدې د مقاومت د ادبیاتو په ډګر کې مهمه خپرونه بولي:

"په هغه وخت کې موږ په ډېر بد حالت کې وو، له یوه طرفه د روس له لاسه؛ له بل طرفه د پاکستان د ای اېس ای له لاسه او له بل طرفه د تنظیمونو له لاسه. هلته نږدې وو چې موږ دا عقیده له لاسه ورکړو؛ چې موږ باید د روس په ضد جهاد وکړو او دا جهاد د مقاومت جنګ دی؛ دا موږ نه شو ویلای، دغې سپېدې دا ویلای شو او دغه عنعنه چې څوک دا خبره وکړای شي، لیکوال دا زړورتیا ولري سپېدې رواج کړه."

صدیق پسرلي نه یوازې د شوروي د اشغال پرضد د مقاومت د شعر لارویان پر خپله شاوخوا راټول کړي وو؛ بلکې د ځوانو استعدادونو په روزنه کې یې خورا زیاته هڅه وکړه.

د دې هڅو یوه بېلګه افغان ادبي بهیر دی چې په خپل حد کې یې د ادبي زده کړو د یوې اکاډمۍ دنده سرته رسوله. په هغه هېواد کې چې پوهنتونونه خو پرېږده چې ښوونځي یې هم لا جګړو ویجاړ کړي، افغان ادبي بهیر په حقیقت کې یوه علمي ادبي اکاډمي وه.

استاد پسرلي په دې فقیرانه اکاډمۍ کې چې د خپلو غونډو لپاره یې یو مناسب ځای لا نه درلود له شعره نیولې تر کیسې او له نقده نیولې تر ادبي تحقیق او څېړنو پورې د بېلابېلو صنفونو مینه وال راټول کړل او اونیزې غونډې به یې کولې. دا غونډې به د یوه ښوونځي یا پوهنتون د درسونو په څېر نه قضا کېدې.

زرین انځور د ځوانانو په هڅولو کې د استاد پسرلي دا هڅې مهمې بولي:

"استاد محمد صدیق پسرلی داسې یو شخص و؛ چې د ځوانانو هڅولو ته یې ډېره پاملرنه کوله، د ده شاوخوا ته ډېر ځوانان راټولېدل، ده ته به ورتلل او له ده څخه به یې زده کړه کوله."

د افغان شاعرانو ځوان نسل ته په خاص ډول د مرحوم پسرلي قدر ورمعلوم دی. په ځوانو لیکوالو او شاعرانو کې به د هغو ځوانانو شمېر ډېر کم وي چې؛ په افغان ادبي بهیر کې یې زده کړې نه وي کړي؛ خو حتی همدا ځوانان هم د استاد پسرلي ځای د افغانستان په اوسني فرهنګي تاریخ کې پېژني.

پامیر ساحل ښايي له څو هغو محدودو ځوانانو څخه وي چې؛ استاد پسرلی یې نه دی لیدلی خو دا ځوان شاعر، لیکوال او ژورنالیست وايي چې؛ د مرحوم استاد شاعري یې لوستې او داسې ورته ښکاري چې دی له خپلې زمانۍ څخه ډېر مخکې و:

"د استاد پنځونې مت ته هغه ژوند راښيي چې، موږ ورته مهذب یا متمدن ژوند وایو؛ کله یې چې زه شعر لولم نو ماته داسې ښکاري د ده فکر له اوسني مهال پېره چې اوس موږ افغانان په کې اوسو له ده څو لسیزې مخکې دی، یعنې ډېر متمدن او ډېر جدید فکر لري.

دی هم د افغانستان د ناورین له کبله ونه توانید چې په هاغسې حالاتو کې ژوند وکړای شي او نه موږ تر اوسه توانیدلي يو."


د استاد پسرلي د مړینې په ورځ پر ټولنیزو شبکو د نورو زرګونو پیغامونو ترڅنګ د افغان ادبي بهیر یوه لاروي مجیدقرار پر خپله پاڼه ولیکل د عمر خوړلي او ټیټ خو تاثیرناک او وقارمند غږ په یو شاباس کې یې دومره زور و، چې د زرو کسانو په چکچکو او واه واه کې نه و. ځکه هغه د لفظ او معنا په باریکیو، ښایستونو او نزاکتونو پوهېده. داسې اېسېده لکه شاباس ویل چې یواځې د استاد صلاحیت و.

قرار لیکي، د افغان ادبي بهیر، د ادب د لوړو څوکو د بهیر د یون ټلۍ دې لوی انسان ووهله. دا انسان ترمخ و او نور ټول ورپسې وو. ټول ورپسې و. تر ده مخکې هیڅوک هم نه و. ټول شاته وو. بل چا نه هغه حوصله درلوده، نه هغه تلوسه او نه هغه جرأت. د هغه په قدر چې موږ پوهېدلو، وخت رانه تېر و.

مجیدقرار خپله لیکنه په دې ټکو پای ته رسوي چې؛ ډېر دې پوروړي پاتې شوو استاده. ډېر درته کم یو. ډېر درته واړه یو او اوس ډېر زیات درپسې خفه یو."

پر ګور یې نور شه!
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:54 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG