استاد صدیق پسرلي تل د سوکاله، سوله ییز، خوشاله او پرمختللي افغانستان ارمان درلود او د دې ارمان د ترسره کولو لپاره يې خپله ونډه کار د قلم په څوکو هر شېبه تر سره کړی دی. هغه د خپل لرغوني او تاريخی وطن د دوبګري او ژمي په دواړو پلازمېنو کي د خپل افغاني فکر د علمي نوښت بهیر کله هم مړاوي کېدو ته نه وو پرې اېښی.
له بغضه او کینې خلاص د پراخې سینې دغه څښتن د افغان ادبي کاروان کې د هغه ونډه خدمت که تر نورو ډېره نه دى نو کم هم نه دى.
د استاد پسرلي د زاړه ښار د نظم یو شعر
هر څه كه وران كړئ خو صاحبانو
شهيدې هيلې در لړزوئ مه
د كونډو رنډو، د يتيمانو
د راحت ځالې درنړوئ مه
د ازادۍ راډیو افغان څانګې مشر محمد هاشم مومند وايي،” یوه ورځ په کابل کې د ارواښاد صدیق پسرلي صاحب په کور کې د هغه مېلمه وم، ما ځینې وپوښتل چې دا زامن دې له خېره له ملي، علمي او ادبي پلوه ډېر ښه روزلي دي، د دې راز کې راته ووايې، چې موږ هم خپل ماشومان له دې ښوونې سره سم وروزو. نو پسرلي صاحب راته وویل، چې ما تل له خپلو زامنو سره د یوه ملګري په توګه چلند کړی دی. زه به تل د هغوی د لوبو ملګری وم. ما مې کله پر خپلو زامنو جبر او تشدد نه دی کړی. ما تل هغوی په ازاده فضا کې لوی کړي او کله مې د یوه دیکتاتور پلار په څېر هغوی ته قهر نه دی کړی بلکې له ډموکراټیکو اصولو سره سم مې هغوی د ښوونې او روزنې ډګر ته ازاد پرېښودي ول. “
دا یوازې استاد پسرلی نه دی چې د افغان ادبي کاروان بهیر پرې نیمګړی کېږي بلکې پر لربر پښتون وطن روان ناورین تر ډېرې کچې هغه چوترې او نغري له منځه یووړل چې استاد عبدالشکور رشاد، علامه عبدالحی حبیبي، حمزه بابا، اجمل خټک، صدیق رښتین، عبدالروف بېنوا، ګل باچا الفت، غني خان، قلندر مومند، ډاکټر اعظم اعظم، ابولخیر ځلاند، پروفېسر رازمحمد راز غوندې ګڼې نورې ملي سټې به يې د ادب نړۍ ته ورپېژندلې.
همدغو ټولو دا ارمان درلود چې که وطن سمسور او سوکاله وي نو وګړي به يې په پردو هېوادونو کې نه کړېږي. نن مو ګران وطن دې ځای ته رارسېدلی چې د استاد پسرلي په شان په زرګونه زرګونه کسان د درملنې لپاره هم نورو ملکونو ته وړل کېږي.
د دوی دا ارمان اله تر سره رسېدای شي چې د وطن ښوونځي مو په ننمهاله زدکړو سمبال وي، او چې کله زموږ له تعلیمي ادارو یو ځل یو کول بې له خنډ او ځنډه د فراغت سندونه تر لاسه کړي، بیا نو هغه د شاعرخبره:
اوس به که خېر وي خپل جهان جوړو
موږه تقدیر به د انسان جوړو
ستوري به ځمکې ته پسخېږي زموږ
موږ به له ځمکې نه اسمان جوړوو