د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

"د رایه ورکونې د مرکزونو د امنیت لپاره جوړه شوې طرح ناسمه ده"


د افغانستان د مشرانو جرګې ځيني غړي، د رایه ورکونې د مرکزونو د امنیت لپاره د کورنیو چارو وزارت طرحه ناسمه بولي.

د دې جرګې د یکشنبې ورځې غونډه هم تر ډیره همدې مسالې ته ځانګړې شوې وه او سناتورانو په دې اړه بېلابېل نظرونه درلودل.

د کورنیو چارو وزارت په خپل امنیتي پلان کې ویلي چې دوي د رایې ورکونې د ۹۳ فیصده مرکزونو امنیت ټینګولی شي، خو ځيني سناتوران وایي، دا خبره له واقعیته لرې ده.

یوه ورځ وروسته له دې چې کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت طرحه وسپارله، د دې طرحې په اړه د سناتورانو اندیښنې راپورته شوې.

ځینو سناتورانو د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې؛ د هېواد ډیرې سیمې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، خو په خبره یې کورنیو چارو وزارت سترګې پرې پټې کړي دي.

دوو سناتورانو ګل احمد اعظمي او داود حساس خپل نظرونه داسې څرګند کړل:

"۱ په خدای چې د دې راپور نیمه برخه هم سمه نه ده، دوي ویلي چې د رایې ورکونې د درې نوي فیصده مرکزونو امنیت ساتلی شي، خو زه تاسو ته په ډاډ سره ویلی شم چې د هېواد په درې څلویښت فیصده سیمه کې هم شفافو انتخاباتو او په دې پروسه کې د خلکو ګډون ته زمینه نه ده مساعده.

۲ دا راپور په وزارت داخله کې یا وزارت دفاع کې جوړ شوی، دا راپور په ولایتونو او ولسوالیو کې نه وو جوړ شوی، قومندان د ولسوالۍ خبر ورکوي چې زما په ولسوالۍ کې امنیت شته، خو اصلي معلومات نشته، خپله قومندان په ولسوالۍ کې نه وي."

دې سناتورانو وویل چې؛ د دې طرحې د وضاحت لپاره باید د امنیتي ارګانونو چارواکي دې جرګې ته وغوښتل شي.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت لست وسپاره او وېي ویل چې؛ د ۶۸۴۵ مرکزونو له ډلې څخه د ۴۱۴ مرکزونو امنیت نه شي ساتلی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د سناتورانو دا اندیښنې بې ځایه بولي او وایي، چې دوي په دې امنیتي پلان څو څو میاشتې په ډیر دقت سره کار کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې سناتوران ددې امنیتي پلان له جزیاتو څخه خبر نه دي، نو ځکه داسې څرګندونې کوي:

"دا د افغانستان د امنیتي ځواکونو دقیق، مسلکي او تاکتیکي سنجش دی، زه فکر کوم د دوی دغه برداشت ډیر سطحي برداشت دی، دوی په جزیاتو نه دي خبر، دوی د افغانستان د امنیتي ځواکونو خدمتونه له نظره غورځوي."

ښاغلي صدیقي وویل، لکه څنګه چې د ولسوالیو په سطحه د نوم لیکنې پروسه په ښه توګه مخ ته ولاړه ، همداسې به انتخابات هم په ښه توګه ترسره شي.

د کورنیو چارو وزارت مسئولین وایي، دوی هڅه کوي چې په پاته موده کې د هغو سیمو اوسیدونکو ته هم په انتخاباتو کې د ګډون زمینه برابره کړي چې اوس امنیت په کې ښه نه دی.

له دې وړاندې هم کورنیو چارو وزارت په واروار د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکړی، خو د چارو کتوونکي وایي، که ټول امنیتي ارګانونه په همغږۍ سره انتخاباتو ته کار ونه کړي، ډیر خلک به د ناامنیو له امله په دې بهیر کې ګډون ونه کړي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG