د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

"د رایې ورکولو په ۴۱۴ مرکزونو کې انتخابات نه ترسره کیږي"


د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې؛ امنیتي ارګانونو د راتلوونکو انتخاباتو د امنیتي پلان په طرحه کې ویلي چې له څلور سوه څخه د ډېرو مرکزنو امنیت نشي تامینوالی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي؛ د رایې ورکولو په دغو څلور سوه څوارلس مرکزونو کې چې امنیت يې نه شي ټینګېدی امکان نه لري؛ چې انتخابات ترسره شي.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د راتلونکو انتخاباتو امنیتي پلان رسماً د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته وسپاره.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارالانشاه رییس ضیاه الحق امرخیل د شنبي په ورځ ازادۍ راډيو ته په دې اړه وویل:

"امنیتي اورګانونو په واضح ډول موږ ته ویلي چې؛ د څلور سوه څوارلس مرکزونو امنیت نشو ټینګولای، کله چې امنیت نه وي، هلته ټاکنې کومه معنی نه لري، نو په دې صورت کې دغو مرکزونو ته به انتقالات هم ترسره نشي."

ټاکل شوې وه چې د راتلونکو انتخاباتو امنیتي پلان تېره اونۍ د انتخاباتو کمیسون ته سپارل شوی وای؛ خو د ځنیو تخنیکي ستونزو له امله دغه پلان وځنډیده.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون تر دې مخکې ویلي وو چې؛ د کورنیو چارو وزارت باید امنیتي پلان ژر ترژره دې کمیسون ته وسپاري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون د تېر کال په ورستیو کې د شپږ زره اته سوه پنځه څلویښت مرکزنو لست د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی و.

وروسته له هغې د کورنیو چارو وزارت وویل چې؛ د دوه سوه شپیته مرکزونو امنیت له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او نه شي کولای چې د دغو مراکزو امنیت تامین کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ هڅه کوي چې د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې د دغو څلور سوه څوارلس مرکزونو امنیت ټینګ شي.

"له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه ۶۴۳۱ مرکزونو امنیت به په کامل ډول خوندي شي؛ انتخابات به په دغو مرکزونو کې ترسره کیږي او دغه ډاډ موږ کمیسون ته هم ورکړی، پاتې شو د ۴۱۴ مرکزونو امنیت چې په تاسف سره له امنیتي تهدایداتو سره مخامخ دي او موږ هڅه کو چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې دغه امنیتي تهدایدات هم لري کړو."

که څه هم امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت په بیا بیا ویلي چې؛ د راتلونکو انتخاباتو امنیت په اړه هڅې روانې دي؛ خو یو شمېر سیاسي کړۍ په دې اړه اندیښنه څرګندوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کار پوهان هم د افغانستان امنیتي وضیعت ته په کتو وايي؛ چې ممکن د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات له امنیتي ستونزو سره مخامخ شي.

هغوی وايي چې، که امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي، د یو شمېر سیمو خلک به د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG