د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

هوتکي: په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره ستراتیژي جوړه شوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپار یې ځینې طرحې او ستراییژې جوړې کړي دي.

دوي په داسې حال کې دا خبره کوي چې؛ څو ورځې مخکې له ولسمشرکرزي سره په غونډه کې د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو په انتخاباتو کې د چارواکو د مداخلې په اړه اندیښنه وښودله.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې؛ د ښو انتخاباتو لپاره یوه ستراتيژي او یوه بیله لایجه جوړه شوې او ډاډ ورکوي چې هیچا ته به په انتخاباتو کې د مداخلې اجازه ورنه کړای شي.

د دې کمیسون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي چې؛ دا ستراتیژي د تیرو انتخاباتو تجربې ته په کتو سره جوړه شوې ترڅو د درغلیو مخه ونیول شي:

"د انتخاباتو د خپلواک کمیسون رهبري په انتخاباتو کې د تقلب د مخنیوي لپاره او تیرو انتخاباتو او د مدني ټولو رپوټونو ته په کتو یوه ستراتیژي جوړه کړې.

هیله مند یو چې د ۱۳۹۳ کال انتخابات داسې انتخابات وي چې د افغانستان د خلکو د منلو وړ وګرځي."

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په انتخاباتوکې ‍د درغلیو د مخنیوي لپاره د مدني ټولنو د رول په اړه یوې غونډې ته وکړې.

ښاغلي هوتکي وویل، د دې ستراتیژې له مخې ولایتونو ته د انتخاباتي موادو د انتقال په ګډون په تخنیکي چارو کې ځینې اصلاحات شامل دي، خو نوموړي په دې اړه نورجزیات ورنه کړل.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال وايي چې د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یوه څوارلس ماده يي لایحه هم جوړه شوې چې د رایي ورکوونکو او کاندیدانو نوم لیکنه، د ناظرینو لپاره د اعتبار پاڼو صادرول، د رسنیو د خاص کمیسون جوړول او ځینې نور موضوعات په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د جمهوري ریاست یوولسو کاندیدانو او مرستیالانو یې هم له ولسمشر کرزي سره د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په هکله خبرې وکړې.

په دې غونډه کې کاندیدانو انديښنه څرګنده کړه چې؛ ښایي ځیني حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه والیان د ځینو کاندیدانو په ګټه کارو کړي.

خو ولسمشر کرزي ډاډ څرګند کړ چې؛ په انتخاباتو کې به هیچاته ته د مداخلې اجازه ورنه کړي.

بل خوا د مدني ټولنې او ولسي جرګې ځینې غړي لا هم اندیښمن چې ښایي ځینې حکومتي چارواکي او زورواکان په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله وکړي.

د ولسي جرګې یو غړی صادقي زاده نیلي د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې وویل:

"موږ تر اوسه ډاډمن نه یو چې حکومت به په انتخاباتو کې بې طرفه پاتې شي.

موږ د هغو کودونو په هکله اندیښن یو چې سږ کال تصویب شوي، دوه کودونه همدا اوس له ولسمشر او د هغه له مرستیالانو سره دي.

د ولسمشر مرستیالان همدا اوس له ځانګړیو کاندیدانو نه ملاتړ کوي.

په واضح توګه وایم، محمد کریم خلیلي به د اظطرار کمیټې له بودجې نه د سرور دانش په ګته کار وانخلي، آیا محمد قسیم فهیم به له خپل واک نه د ډاکټر عبدالله په ګټه کار وانخلي.

موږ په دې هکله انديښمن یو"

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکو او ولسمشر حامد کرز تل ډاډ ورکړی چې په انتخاباتو کې به درغلیو مخنیوی وشي.

دا لومړی ځل نه دې چې په انتخاباتو کې د درغلیو په هکله خبرې کیږي مخکې تر دې هم د مدني ټولنو یو شمیر غړیو، د ځوانانو ځینو شبکو او د سیاسي چارو کارپوهانو په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو په هکله انديښنې څرګنده کړې وې.

خو دا چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون به څومره وکولی شي راتلونکې انتخابات په ښه توګه او شفافیت سره ترسره کړي دا به په راتلونکې کې څرګنده شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG