د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ليکوال او شاعر "ابوالخير ځلاند" له نړۍ سترګې پټې کړې


د پښتو ژبې نوميالي ليکوال، شاعر، ژورناليسټ او فولکلوريسټ ابوالخير ځلاند په څلوراويا کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

ده په نثر او نظم کې اووه کتابونه ليکلي او ډېر کلونه يې د کوټې په دولتي راډيو او ټلويزون کې د ليکوالۍ دنده تر سره کړې ده.

ابوالخير ځلاند د ١٩٣٩م کال په جون کې د کوټې ښار شمال لوري ته د شاوخوا لس کيلوميټره په فاصله په «سره غوړګۍ» کلي کې زوکړى وو. پلار يې اميرجان نومېده، په خټه بازى (بازيى) کاکړ وو.

له لومړي ترپينځم ټولګي يې زدکړې د کوټې ښار لوېديځ لور ته د «غبرګ» کلي په لومړني ښوونځي کې کړې وې او د کوټې ښار له «اسلاميه هاى سکول» څخه يې په لسم ټولګي کې هم ښې نومرې اخيستې وې.

په ١٩٦٤م کال له دوولسم ټولګي فارغه شوى او په ١٩٦٥م کال کې يې د لاهور له تعليمي بورډ څخه په پښتو کې ليسانس اخيستى وو.

له زده کړو تر فراغت وروسته يې څه موده د ښوونکي او بيا پرله پسې بېلابېلې دولتي دندې تر سره کړې او بيا يې د کوټې په دولتي راډيو کې لومړى د پښتو د ژباړونکي او بيا پروډيوسر دنده تر سره کړه او له راډيو څخه تر تقاعد وروسته يې شاوخوا لس کاله د کوټې د دولتي ټلويزون د خبرونو په څانګه کې د سرپرست په حيث دنده تر سره کړه.

ابوالخير ځلاند اته پينځوس کاله پخوا په شعر ليکلو پيل کړى او خپل لومړنى شعر يې په ١٩٥٦م کال کې ليکلى دى.

ده څه موده شاعري وکړه او بيا يې په نثر ليکلو پيل وکړ. ګڼ شمېر شعرونه او ليکنې يې په «ولس- کوټه»، «پښتو- پېښور»، «اباسين- کراچۍ»، «زېرى- کابل» او «کابل» مجلو او «هېواد»، «ظفرالاسلام»، «برېښنا» او «بانګ حرم» ورځپاڼو او اوونيزو کې خپاره شوي دي.

د ابوالخير ځلاند اووه کتابونه چاپ دي. ١. «د متلونو کيسې» لومړى ټوک. ٢. «د متلونو کيسې» دويم ټوک. ٣. «خيرالدوام» د صالح محمد تاجک پر قلمي نسخه تحقيق، تعليقات او لمنليکونه. ٤. «د عمرخيام څلوريځې» منظومه ژباړه. ٥. «انګۍ; د نيمې نړۍ فرياد» د پښتنو مېرمنو د ژوند هينداره. ٦. «د کسې لمر» د علامه عبدالعلي اخوندزاده پر ژوند او هنر څېړنه. ٧. «زه تنکۍ غوټې يم» د کوچنيانو لپاره شعرونه.

د پښتو د نوميالي ليکوال عبدالباري اسير د ادبي تذکرې «روشن اگتے ہاتھ» په استناد د ابوالخير ځلاند د شعرونو ټولګه «د جواهرو امېل»، پښتو متلونه «ځلاندې مرغلرې»، د پښتو، اردو، انګرېزي، بلوچي، پارسي، براهوي او عربي ژبو د محاورو ټولګه «اووه ژبي متلونه» او اردو ته ژباړلى پښتو اثر «د متلونو کيسې» لا هم ناچاپه پراته دي.

ابوالخير ځلاند له اوږدې مودې راهيسې د کوټې ښار په شالدره کې په «الاډينه سړک» کې ژوند کاوه او بېګا د ٢٠١٤م کال د جنورۍ پر ٧مه نېټه يې له نړۍ سترګې پټې کړې او د جنورۍ پر اتمه ماسپښين په خپل پلارني کلي «سره غوړګۍ» کې خاورو ته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG