د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

"امريکا له عراقيانو سره د القاعده پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي"


په عراق کې وروستي تاوتريخوالي د امريکا د بهرنيو چارو د وزير پام هم ځان ته واړاوه.

جان کري نن په بيت المقدس کې وويل، واشنګټن عراق ته د خپلو پوځيانو د لېږلو پر مساله غور نه کوي. خو ده په عراق کې د القاعده د مربوطو جنګياليو پر وړاندې جګړه د عراقيانو خپله مبارزه وبلله.

ده زياته کړه، امريکا له عراقيانو سره د القاعده د اړوندو جنيګاليو پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د عراق امنيتي قواوې او سني قبايلي کسان په فلوجه او رمادي ښارونو کې د القاعده د اړوندو جنيګاليو په وړاندې خپلې جګړې ته دامه ورکوي.

په رمادي کې جګړه وروسته له هغه پيل شوه، چې د عراق امنيتي قواوو د سني عربانو يو کمپ د دوشنبې په ورځ ويجاړ کړ.

د عراق صدراعظم نوري المالکي ژمنه وکړه؛ چې په ناکرار ولايت انبار کې به ټولو تروريستي ډلو ته ماتې ورکوي.

ده د شنبې په ورځ په خپله وينا کې چې د عراق له دولتي ټلويزيون نه خپره شوه؛ له سياسي مشرانو او هغو قبايلو چې د تروريستانو ملاتړ کوي، وغوښتل چې، پر خپلو اعمالو بيا کتنه وکړي:

”زه هغو کسانو ته چې پر خپلو اعمالو په بيا کتنه کې غفلت کوي، خبرې کوم. دوى بې له دې چې وپوهېږي په بېلابېلو ډولونو د القاعده له پروژو او د دې ډلې له ساتنې سره مرسته کړې ده، چې رسنيو ته د دوى لاسرسى او سياسي ملاتړ هم په کې شامل دى. اوس به دوى د هغو عواقبو مسوول وي، چې زموږ وسله وال ځواکونه د مجرمينو او قاتلانو په وړاندې په مبارزه کې ورسره مخامخېږي.“

په همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن د ترکيې په استانبول ښار کې يوه کنفرانس ته د عراق پر وضعيت خبرې وکړې. ده هيله وښوده چې په دې هېواد کې به د انتخاباتو په مرسته د خلکو د خوښې وړ حکومت جوړ شي:

”د عراق په اړه هيله لرو، چې دوى انتخابات په بريالي ډول ترسره شي او د عراق خلک د خپلو رايو په کارولو سره په دې هېواد کې له داسې حکومت څخه برخمن شي چې د دوى غوښتنې عملي کړي.“

په عراق کې د ازادۍ راډيو د عراقۍ څانګې خبريال وايي، د فلوجه ښار نژدې ٦٠ فيصده خاوره د القاعده او حکومت ضد کسانو په لاس کې ده.

د عراق پوځ له دې ښار څخه د جنګياليو د ايستلو لپاره د هاوان ډزې کړي، چې په نتيجه کې يې اته کسان وژل شوي او ٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

امريکا په رمادي او فلوجه ښارونو کې روان تاوتريخوالى په شديدو الفاظو يې غندلى دى.
XS
SM
MD
LG