د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

محسیني: اشرف غني احمدزي او عبدالرشید دوستم ته خبرداری ورکړل شو


په افغانستان کې د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید اشرف غني احمدزي او د هغه لومړي مرستیال ته له دې امله خبرداری ورکړ، چې تر وخت مخکې یې انتخاباتي کمپاین کړی دی.

دې کمېسیون څو ورځې مخکې د ولسمشرۍ ټولو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی و، چې په رسمي توګه د کمپاینونو له پیلیدو مخکې دې د کمپاینونو کوښښ نه کوي.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو کاندید ډاکتراشرف غني احمدزي او د هغه لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته ځکه په لیکلي بڼه خبرداری ورکوي، چې بل ځل له وخت نه مخکې انتخاباتي کمپاین ونه کړي.

د دې کمېسیون ویاند نادرمحسیني د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو په اړه د یادو دواړو کسانو وروستۍ خبرې د انتخاباتو له اصولو سرغړونه ده.

ښاغلي محسیني وویل، چې دا خبرداری به ښاغليو احمدزي او دوستم ته په رسمي ډول ولیږل شي:

“د کمېسیون دا خبرداری او پرېکړه همدا اوس تیاره شوې او ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي او د هغه لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته په رسمي او لیکلې بڼه، د انتخاباتو د قانون د 64 مادې، د درېیم بند د حکم له مخې به دوي ته ولیږل شي او هغه کسان چې سرغړونې کوي د قانون سرسم چلن به ورسره کیږي.”

د ښاغلي محسیني اشاره یوې غونډې ته د اشرف غني احمدزي او عبدالرشید دوستم وروستیو څرګندونو ته وه.

ښاغلي احمدزي دې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، په 34 ولایتونو کې له نورو کاندیدانو سره مناظرې ته تیاردی، که څوک دفتر نه لري وربه یې کړي او که نور کاندیدان ورسره مناظره نه شي کولای، نو بزکشي ته هم ورسره تیار دی.

د ښاغلي احمدزي لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم ویلي وه، په راتلونکو انتخاباتو کې له ډاکترعبدالله عبدالله سره ځکه یو ځای نه شو چې د ده په باور د افغانستان تجزیه، قومي او سیمه ییز تعصب یې نه غوښتی.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون شا او خوا لس ورځي مخکي هم ټولو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی و، که ترټاکلې نیټې مخکې د تبلیغاتو هڅې وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د اشرف غني احمدزي د دفتر مسوولینو ازادي راډیو ته وویل، چې دغه خبرداری دوي ته نه دی رسېدلی او وروسته به خپل نظر څرګندوي.

د انتخاباتو د قانون له مخې د ولسمشرۍ د کاندیدانو کمپاینونه به د سلواغې د میاشتې پر دیارلسمه او د ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو کمپاین به تردې یوه میاشت وروسته د کب میاشتې پر دیارلمسه پیل شي.

همدارنګه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مسوولینو ازادي راډیو ته وویل، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ځینو کاندیدانو په اړه یې 7 جرمي شکایتونه چي دوي ته رسېدلي، د شنبې په ورځ لویې څارنوالۍ ته لیږي.

که څه هم ښاغلي محسیني په دې اړه ډیر معلومات ورنه کړل، خو په خبره یې که محکمه د هغوي د جرمونو په اړه پرېکړه وکړي، نو دوي به یې د کاندیدانو له لیسته وباسي:

“اوس مهال موږ د شکایتونو اووه پیښې د لوی څارنوالۍ محترمې ادارې ته لیږو، نورې پیښې به هم په راتلوونکي کې عدلي او قضايي ادارو ته ولیږو، که انتخاباتي شکایتونه او سرغړونې وای، کمېسیون یې د څېړلو صلاحیت درلودی، خو جرمي پیښي او ادعاوې دي، نو پر همدې اساس د څېړلو واک یې د عدلي او قضايي ادارو دی.

که داسې پیښې پیدا شي، چې په اړه یې د محکمې پرېکړه موجوده وي، په هغه حالت کې طبیعي ده، چې د قانون سره سم به له لیست څخه ایستل کیږي.”


د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا دوي ته رسمي لیک او اسناد نه دي ور رسېدلي، خو لوی څارنوالۍ یو کمېسیون تیار کړی، چې پر یو شمېر کاندیدانو د جرایمو تورونه وڅیړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلوونکو انتخاباتو ته یولس تنه کاندیدان دي.

ټاکل شوې دا انتخابات د راتلونکي لمریز کال د وري د میاشتې پر شپاړسمه نیټه وشي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG