د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

"ځوانان دې د "تلاسیمیا" ناروغۍ په له منځه وړلو کې جدي مبارزه وکړي"


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځوانان وهڅول؛ ترڅو د "تلاسیمیا" ناروغۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي ټینګار کوي چې؛ ځوانان کولای شي؛ د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې ګټور ثابت شي.

د دې وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا په جوړ شویو مراسمو کې له ځوانانو وغوښتل شول؛ ترڅو د تلاسیمیا ناروغۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د ویني کموالۍ یا "تلاسیمیا" (Thalassemia)هغه ناروغي ده چې تر ډيره په ارثي ډول له مور څخه ماشوم ته انتقالیږي.

د دې وزارت د ځوانانو د چارو معین "تیمور شاه اسحاق زي" یو شمېر ځوانانو ته د ستاینلیکونو د ورکړې په مراسمو کې وویل، چې دا مهال ځوانان د سپورټ په ګډون په بیلابیلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په همدې حال کې د طلوع روغتون مرستیال "ډاکټر مجیب الرحمان ناصري" چې په دې مراسمو کې يې ګډون درلود؛ وویل چې، تلاسیمیا ناروغۍ ډیرې پیښې په هند، ایران، پاکستان او چین کې لیدل شوې دي.

نوموړي وویل چې، ممکن د وینې د کموالې پیښې په افغانستان کې هم د پنځه او یا شپږو فیصدو ترمنځ وي.

د ښاغلي ناصري په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې مخکې له واده باید د وینې معاینات تر سره شي.

په همدې حال کې یو شمیر افغان لوبغاړي هم د دا ډول پرورګرامونو جوړل مهم بولي.

افغان ورزشکارې "تهمینه کوهستاني" هم وویل چې؛ د دې ډول ناروغیو د لمنځه وړلو په برخه کې ورزش کاران هم مثبت رول لوبولی شي.

"زه نه یوازې فکر کوم بلکې ډاډمنه یم چې؛ د ناروغیو د له منځه وړلو او د ناروغیو په وړاندې د مبارزې برخه کې ورزش مثبت رول لري؛ ځکه چې ورزشکاران په دې بهیر کې یوه بیلګه ده او د دې لړۍ لپاره ورزشکاران ډېر ګټور دي او د ځوانانو له معینیت نه مننه کوم چې، داسې پروګرامونه جوړوي."

که څه هم عامې روغتیا وزارت تر ډېره د خطرناکو ناورغنیو د له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاني پروګرامونه پیل کړي؛ خو دا چې ځوانان د ټولنې ډیره برخه جوړوي د دوی سپارښتنې هم د پام وړ دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې؛ د تیر ۲۰۱۳ کال په څیر په ۲۰۱۴ کال کې هم د ورزش، هنر او نورو برخو کې د پام وړ کارونه وکړي.
XS
SM
MD
LG