د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

پکتيا : ۴۷ فيصده ښځو د رايو کارټونه ترلاسه کړي


په پکتيا کې سره له دې چې کلتوري محدويتونه زيات دي، خو د ټاکنو کميسون مسولين وايي د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو د ګډون په موخه ۴۷ فيصده ښځو د رايې اچونې کارټونه اخيستي دي.

د پکتیا په مرکز ګردېز کې لسګونه تنو ښځو او ځوانانو د راتلونکو ټاکنو څخه د ملاتړ او په ټاکنو کې د پراخ ګډون او عامه پوهاوي په موخه، یوه لویه غونډه کې برخه واخيسته.

دا غونډه چې د بیړنیو مرستو د پراختیا مؤسسې يا (FRD) په مالي او تخنیکي مرسته په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه سربېره د مدنې ټولنو پر فعالانو، د ګردېز شاوخوا سيمو اوسېدونکو او مېرمنو هم برخه لرله.

د دې غونډې په ترڅ کې ځوانانو په ټينګار سره وویل چې په راتلونکو ټاکنو کې به په پراخ ګډون سربېره ډېر خلک دې ته وهڅوي چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شورا ټاکنو کې وړ نوماندان په نښه او د هيواد په راتلونکي کې سهيم شي.

دوی وايي هڅه به يې دا وي چې د ټولنې هر قشر په دې وپوهوي چې انتخابات د دوی د راتلونکي له پاره څومره اهميت لري او دوی څنګه کولای شي، د خپلو رايه کارتونو په وسيله خپل راتلونکی وټاکي.

ځوانان په دې باور دي، چې دا ځل د خلکو عامه پوهاوي کچه لوړه شوې وې او يوه نوې تجربه به ترسره کوي چې د انتخاباتو له لارې خپل مشر ټاکي نه د زور او زر له لارې:

"نوم مې اېمل دی، د پکتيا پوهنتون استاد يم، راتلونکې ټولټاکنې يوه هيله مندي سړي ته ورکوي چې، دا مو اضافه تجربه ده، پخوا د ټاکنو له ډېرو قوانينو سره نه و بلد، دا ځل يو څه بلدتيا لرو، او تجربې مو هم شته او وړ کسان به ټاکو"

"زما نوم عزيز الله دی، د پکتيا پوهنتون محصل يم، افغانستان د ټاکنو درېيم وار تجربه کوي، کوم مشکل چې په تېرو ټاکنو کې وو دا ځل به انشاالله نه وي"


په دې غونډه کې يوازې ځوانان نه وو چې په ټاکنو کې يې د پراخ ګډون زيری ورکاوه، د غونډې ښځينه برخوالو هم په خپلو خبرو کې څرګندوله چې دوی رايې کارټونه اخيستي او په دې تمه دي چې د ټاکنو په ورځ يې وکاروي.

ډېوه چې په دې غونډه کې يې برخه لرله وايي اوس ښځې هم په دې پوی شوې دي چې ټاکنې يې په ژوند مستقيم اغېز لري نو په دې اساس به دوی هم د خپلو حقونو ترلاسه کېدو په موخه په راروانو ټولټاکنو کې پراخ ګډون کوي.

نوموړې د ټاکنو په ورځ د ښه امنيت د تعمين خبره کوي وايي که امن وي او شفافې ټاکنې ترسره شي، نو هغه چاته به رايه ورکړي چې په هېڅ ډول فساد کې نه وي ښکېل:

"دا ځل ټاکنې بايد ډېرې شفافې ترسره شي، بايد هغسې نه وي لکه په تېرو ټاکنو کې چې درغلي ترسره شوه، او موږ به هم هغه چاته رايه ورکړو چې په فساد کې ښکېل نه وي."

په پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کميسون د عامه پوهاوي مسول شېرعلي فيضي په پکتيا کې د راروانو ټاکنو د پروسې او لومړنيو کارونو د ښه ترسره کېدو خبره وکړه.

دی وايي په پخوا ټاکنو کې هم په دې ولايت کې د رايې ورکونې ډېر کارتونه وېشل شوي دی خو دا ځل يې د نوم ليکنې پروسه ښه پرمخ تللې او د ځوانانو ونډه پکې د پام وړ ښيي.

نوموړی وايي چې تر دې دمه يې اويازره تنو ته د رايې ورکونې کارتونه ويشلي دي چې د دې دومره ويش پېنځه څلويښت فيصده برخه ښځې جوړوې :

"تر اوسه پورې خو ۶۹۰۰۰ کسانو د رايې کارټونه اخيستي دي، په دې کې ۴۵ فيصده ښځې او پاتې نارينه دي او موږ ۲۰۸ مرکزونه لرو چې په خپل وخت به پکې په شفاف ډول ټاکنې ترسره شي."

د ټاکنو له پاره د عامه پوهاوي دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي، چې راتلونکې ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته شاوخوا درې مياشتې پاتې دې او ټاکل شوې چې ټاکنې به د راتلوونکي کال د وري يا حمل په ۱۶ نېټه تر سره شي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG