د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د افغانستان له ملي شورا څخه غواړي چې؛ د نفوسو د احوالو د ثبت قانون ژر تصویب کړي، ترڅو خلکو ته د بریښنايي تذکرو ویشل پیل شي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر امیرزی سنګین دا خبره د دې وزارت معلوماتي تکنالوژي د نوي مرستیال د معرفي کولو پر وخت وکړه.
له تیرو څو میاشتو راهیسي د نفوسو د احوالو د ثبت قانون پر سر د افغانستان په ملي شورا کې تاوده بحثونه روان دي.
په عین وخت کې د ولسي جرګې مرستیال انجنیر سید اکرام له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ په دې اړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مختلط کمېسیون کار پیل کړی او په نږدې ورځو کې به دا قانون د توشیح لپاره ولسمشر ته وسپارل شي.
په اړه يي مرضیه احمدزۍ نور جزییات اوروي: