د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

په مصر کې "اخوان المسلمین" یوه تروریستي ډله وبلل شوه

د مصرحکومت په دې هېواد کې د اخوان المسلمین د ډلې د ځپلو په دوام، د چارشنبې په ورځ دا یوه تروریستي ډله وبلله.

د مصر حکومتي چارواکو چې پوځ یې ملاتړ کوي د سې شنبې د ورځې د هغه برید مسولیت پر اخوان المسلمین ډلې اچولی دی چې؛ په کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

دا یو ځان وژونکې برید و او مسولیت یې یوې بلې ډلې منلی و.

د پوځ په ملاتړ د رامنځ ته شوې مصري حکومت نوی اقدام چې اخوان المسلمین یې یوه تروریستي ډله بللې ده، د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر پلویانو یو بل ګزار ګڼل کېږي.

د مصر د حکومت په یوې رسمي اعلامیي کې راغلي دي، چې اخوان المسلمین یوه تروریستي ډله ده.

په دې اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ د پولیسو پریومرکز د ځان وژونکي برید پړه پراخوان المسلمین ډلې اچول شوې ده. په دې برید کې شپاړس کسان وژل شوي او یوسلو څلوېښت نور ټپیان شوې وو.

اخوان المسلمین دا برید غندلی دی او د انصاربیت المقدیس په نوم یو بلې ډلې یې پړه منلې ده.

له دې برید وروسته د مصر صدراعظم اخوان المسلمین یوه تروریستي ډله وبلله، خو د چارشنبې د ورځې اعلامیې دې څرګندونو ته رسمي بڼه ورکړه.

د مصر لیرې کړای شوي ولسمشرمحمد مرسي هم د اخوان المسلمین سره تړاو لري.

دا اعلامیه د مصرحکومت ته اجازه ورکوي چې؛ د مرسي هر پلوي او یا هغه کسان چې اخوان المسلمین سره مالي مرسته کوي او یا په کې فعالیت کوي له تروریستانو سره د همکارۍ په تور ونیسي.

محمد مرسي د تیرې جولای په میاشت کې د مصر د پوځ له خوا له واکه لرې شو او له هماغه وخت راهیسې یې پلویانو په اعتراضونو لاس پورې کړی او واک ته د نوموړي د بیرته ستنیدو غوښتنه کوي.

له هغې راهیسي چې؛ محمد مرسي له واکه لرې شوی دی د درې نیم سوو په شا او خوا کې مصري پولیس او امنیتي کارکونکي په بریدونو او چاودونو کې وژل شوي دي.

اخوان المسلمین چې؛ په ۱۹۲۸ میلادي کال کې جوړ شوی د مصر یو له منظمو سیاسي ګوندونو ګڼل کېده او ادعا یې کوله چې تر یو میلیون زیات رسمي غړي لري.

له واک څخه د محمد مرسي له لیرې کېدو وروسته د مصر د پوځ په ملاتړ رامنځ ته شوي حکومت د دې ډلې د ګڼو مشرانو په ګډون د اخوان المسلمین په زرګونو غړي بندیان کړي دي.

د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د دې ډلې په سلګونو غړي وژل شوي او محکمې یې پر فعالیت بندیز لګولې دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG